د افغانستان په کندهار ولایت کې د ټاپې نومې پروژې پنځه کارکونکي په داسې مهال وژل شوي دي چې د ځمکني بمونو د پاکولو په کار اخته وو.
افغان چارواکو ویلي مسلح کسانو د ماین پاکۍ په کاروکونو د گل، دوشنبې، په ورځ حمله وکړه. یو تن تښتول شوی دی.
د کندهار ولایت د پولیس ترجمان وویل دغه کارونکو د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان یا د ټېپې منصوبې دپاره سیمه پاکوله چې حمله پرې وشوه.
په سمدستي توگه کومې ډلې د حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخیستې.
خو د سږ کال په شروع کې طالبانو ویلي ویلي وو چې د ټېپې منصوبې ملاتړ به کوي ځکه چې دا منصوبه د هېواد دپاره اهمیت لري.