لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کورنيو چارو وزارت وائي افغانستان کې 27 جنگيالي وژل شوي


بيان کې وئيل شوي دي افغاني ملي پوليس، پوځيانو او ائتلافي ځواکونو په کابل، پروان، هلمند، وردک، غزني، ارزگان او خوست ولايتونو کې کارروايۍ ترسره کړي
بيان کې وئيل شوي دي افغاني ملي پوليس، پوځيانو او ائتلافي ځواکونو په کابل، پروان، هلمند، وردک، غزني، ارزگان او خوست ولايتونو کې کارروايۍ ترسره کړي

د افغانستان دکورنيو چارو وزارت دخالي په ورځ يو بيان کې وئيلي دي افغاني او دنيټو په مشرۍ نړيوالو ځواکونو دهيواد په بيلا بيلو برخو کې دتير يو شواروز په مهال ترسره کړو عملياتو کې 27 جنگيالي وژلي او 14 يې نور ژوندي نيولي دي.
بيان کې وئيل شوي دي افغاني ملي پوليس، پوځيانو او ائتلافي ځواکونو په کابل، پروان، هلمند، وردک، غزني، ارزگان او خوست ولايتونو کې کارروايۍ ترسره کړي.
بيان وائي ددغو کارروائيو په نيتجه کې 27 وسله وال جنگيالي وژل شوي او 14 نور دامنيتي ځواکونو لخوا ژوندي نيول شوي دي.له دې وړاندې دخالي په ورځ دنيټو په مشرۍ نړيوال ځواک ( ايساف) په يو بيان کې وئيلي وؤ افغان او ايساف ځواکونو دافغانستان دبلخ ولايت په بالا بلوک اولسوالۍ کې ديو مقامي تندرويه مشر په شمول شپږ جنگيالي وژلي دي.
بيان کې وئيل شوي دي چې دغه تندرويه مشر به په سيمه کې په الوتکو بريدونه کول او دبلخ ولايت په لويديزو برخو کې دتندلارو استعماليدونکې وسلې به يې ترلاسه کولې. په يوه بله پيښه کې هاغه مهال دوه تندلاري ووژل شول کله چې يې دجمعې په شپه گاډى په جنوبي ولايت ارزگان کې ديو بم سره ټکر شو.
په ارزگان ولايت کې دپوليسو يو وياند فريد وويل چې دارزگان ولايت پايتخت ترين کوټ په ميراباد سيمه کې دامنيتي ځواکونو په نخښه کولو لپاره دريوؤ تندلارو دسړک په غاړه بم ښخولو چې په غلطۍ کې پرې دغه بم پخپله وچاؤديدو، دچاؤدنې په نتيجه کې دوه تندلاري په موقعه مړۀ شول او دريم ژوبل تندلارى پوليسو ونيولو

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG