لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: د جنگيالو بريد او بمي چاؤدنه کې 24 کسان وژل شوي


دهلمند په مرکزي ښار لشکرگاه کې دسيمه ييزو چارواکو وينا ده نن سحر مهال په يوه امنيتي پوسته وسله والو جنگيالو بريد کړى چې له امله يې 8 پوليس عسکر وژل شوي دي
دهلمند په مرکزي ښار لشکرگاه کې دسيمه ييزو چارواکو وينا ده نن سحر مهال په يوه امنيتي پوسته وسله والو جنگيالو بريد کړى چې له امله يې 8 پوليس عسکر وژل شوي دي

په افغانستان کې دتندرويه جنگيالو دبريدونو او بمي چاؤدنو له امله داتوؤ پوليس عسکرو په شمول 24 کسان وژل شوي چې يوولس پکې ماشومان هم دي.
دسيمې څخه دترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې دافغانستان په لويديز هرات ولايت کې يو گاډى دسړک دغاړې مائن سره ټکر شوى چې په نتيجه کې يې د11ؤ ماشومانو په شمول 16 کسان وژل شوي دي.
دهرات دپوليسو يو مشر محمد سليم ددغه پيښې په اړه خبريالانو ته وئيلي دي دغه گاډي دهرات ولايت په شين ډنډ اولسوالۍ کې سفر کولو چې په دغه مهال دسړک دغاړې بم سره ټکر شو، هغه وويل چې پيښه کې نور څلور کسان ژوبل شوي هم دي.
هغه وويل چې دوژل شوؤ خلکو تعلق ديوې کورنۍ سره دى خو په دغه اړه يې نور تفصيلات ورنۀ کړل، ولايتي وياند محي الدين نوري دغه پيښه او پکې رامينځته شوې مرگ ژوبله تصديق کړې ده.
اخوا دهلمند په مرکزي ښار لشکرگاه کې دسيمه ييزو چارواکو وينا ده نن سحر مهال په يوه امنيتي پوسته وسله والو جنگيالو بريد کړى چې له امله يې 8 پوليس عسکر وژل شوي دي، پيښه کې درې عسکر ژوبل شوي او يو بل لا درکه دى.
يوه ورځ دمخه هم لشکرگاه کې ديو پوليس سټيشن څخه بهر ترسره شوي ځانمرگي موټري بم چاؤدنه کې لږ ترلږه دوه کسان وژل شوي او گڼ شمير پوليس عسکر ژوبل شوي وؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG