لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په مارشل فهيم پوځي پوهنتون سره نزدې شوی بريد پای ته رسېدلی


د افغانستان پلازمینه کابل کې نن د دوشنبې، ګل په سهار د مارشل فهيم پوځي پوهنتون سره نزدې د قرغې په سیمه کې شوی ترهګر بريد د څلورو بريدګرو او پينځه ؤ پوځي سرتېرو په وژنه پای ته رسېدلی دی.

د دفاع د وزارت ویاند جنرال دولت وزيري په ټويټر د برید په اړه خبر ورکړی دی،

​" د دښمن په ننني برید کې پينځه تنو ځان وژونکو برخه لرله چې دوه تنه د ملي اردو د ځواکونو لخوا وژل شوي دوه تنو ځان وژنه کړې او یوتن يې ژوندی نیول شوی".

نوموړي پېښه کې امنيتي سرتېرو ته د اوختې مرګ ژوبلې پخلی هم کړی دی.

" د بده مرغه په دی پېښه کی زمونږ پنځه تنه سرتیري شهیدان او لس تنه ټپیان شوي دي ټپیان روغتون ته وړل شوي دي او تر درملنی لاندي دي".

جنرال وزیري ویلي دغه بريد د ۱۱۱ فرقی په یو جزتام باندی شوی ؤ. بريد سهار نزدې په پينځه بجې پېل شوی ؤ.

له دې وړاندې خبر

د افغانستان سر ښار کابل کې په مارشل فهيم پوځي يونيورسټۍ وسله وال برید شوی او مطبوعاتي رپورټونه وايي په دغه پوهنتون کې د ډزو او چاؤدنو اوازونه اورېدل شوي.

د امریکا نیویارک ټاېمز اخبار تر مخه د مارشل فهیم دغه پوځي اکیډمي یا پوهنتون کې د ګل په ورځ سحر وختي درنې ډزې او چاودنې اوریدل شوي او چارواکو یرې څرګند کړي امکان دی دغه مرکز ته وسله وال ورداخل شوي وي.

نیویارک ټاېمز د ځېنو ځايي امنیتي عسکرو د خلې ویلي تر اوسه لا دغلته د روانې جګړې کره معلومات نه کیږي خو د دغلته نه د راکټو او لاسي ګرنیډو د چاودنو اوازونه راروان دي.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاد مطبوعاتو ته ویلي دغه برید د پوځ په یو مرکز یا یونټ شوی، چې د دغه پوهنتون سره په خوا کې دی. ښاغلي بصیر زیاته کړی، پوځي کمانډوز دغه سېمې ته رارسیدلي.

د خالي په ورځ هم په کابل کې د طالبانو لخوا ترسره شوي یو خونړي برید کې ۱۰۳ کسان وژل شوي او د ۲۰۰ نه سېوا ژوبل شوي وو.

پرون افغان حکومت په وروستيو کې په کابل، جلال اباد او کندهار کې په رامنځته شوؤ د ملي ماتم اعلان کړی او نن يې په کابل کې عام رخصتي ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG