لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : نيټو وائي بمي چاؤدنو کې يې دوه عسکر وژل شوي دي


افغانستان : نيټو وائي بمي چاؤدنو کې يې دوه عسکر وژل شوي دي
افغانستان : نيټو وائي بمي چاؤدنو کې يې دوه عسکر وژل شوي دي

په افغانستان کې ميشت د نيټو ځواکونه وائي په جنوبي افغانستان کې ترسره شوؤ دوؤ بيلا بيلو بمي چاؤدنو کې يې دوه عسکروژل شوي دي.
دچاؤدنو د دقيق ځايې او عسکرو دقوميت په حقله دنيټو لخوا نور تفصيلات نۀ دي ورکړل شوي.
ددغو عسکرو دوژل کيدو سره په روانه مياشت کې په افغانستان کې دوژل شوؤ بهرنيو عسکرو شميره 5ؤ ته رسيدلې ده او سږ کال په افغانستان کې تر دې مهاله 36 غيرملکي پوځيان وژل شوي دي.
په کال 2001ء کې په افغانستان کې دطالبانوپه ضد دپيل کړل شوې امريکائي کارروايۍ راپديخوا تير کال دبين المللي پوځونو لپاره تر ټولو خونړى ثابت شوى دى چې پکې داوؤ څخه زيات عسکر وژل شوي او دهغوي څخه زياتره شميره دامريکائي پوځيانو ده.
امريکا پلان لري دروان کال دجولا ئي دمياشتې څخه افغانستان څخه دخپلو پوځيانو هيواد ته دستنولو عمل پيل کړي او نيټو هم تر کال 2014م پورې افغاني ځواکونو ته دامنيتي ذمه وارو سپارلوژمنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG