لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : د ناټو د عسکرو په ډزو دوه پاکستانيان وژل شوي


وژل شوؤ کسانو دکورنۍ غړو سيمه يزو خبريالانو ته وئيلي دغه دواړه کسان دچاغي سيمې څخه په افغانستان کې ميشتو خپلو رشته دارانو سره دليدلو لپاره تللي وؤ چې په دغه مهال پرې دنيټو ځواکونو ډزې پيل کړې او وې وژل
وژل شوؤ کسانو دکورنۍ غړو سيمه يزو خبريالانو ته وئيلي دغه دواړه کسان دچاغي سيمې څخه په افغانستان کې ميشتو خپلو رشته دارانو سره دليدلو لپاره تللي وؤ چې په دغه مهال پرې دنيټو ځواکونو ډزې پيل کړې او وې وژل

راپورونه وائي دافغانستان په هلمند ولايت کې په شکمنه توگه د نيټو ځواکونو دوه پاکستاني وگړي په ډزو سره وژلي.
دغه پيښه دهلمند ولايت په بي بي جانه سيمه کې رامينځته شوې ده.
بي بي جانه سيمه د پاکستان دبلوچستان صوبې دچاغي ضلعې سره گډه پوله لري.
دبلوچستان مليشه ځواکونو يا ليويز ددغه پيښې پخلى کړى او وئيلي يې دي چې دغه کسان دافغانستان په هلمند ولايت کې دزيارت په ورځ سحر مهال وژل شوي.
دوژل شوؤ کسانو دکورنۍ غړو سيمه يزو خبريالانو ته وئيلي دغه دواړه کسان دچاغي سيمې څخه په افغانستان کې ميشتو خپلو رشته دارانو سره دليدلو لپاره تللي وؤ چې په دغه مهال پرې دنيټو ځواکونو ډزې پيل کړې او وې وژل.
دوژل شوؤ کسانو نومونه عبدالله او محمد عثمان ښودل شوي ، چې دچاغي ضلعې اوسيدونکي وؤ.
دوژل شوؤ کسانو مړي تر دې مهاله خپلو کورنو ته نۀ دي سپارل شوي.
دپولې دواړو خواؤ ته ميشت خلک اکثره دليدلو په غرض دپولې څخه پورې وځي او دپاکستان دبلوچستان صوبې دچاغي ضلعې اوسيدونکي اکثره دپولې پورې غاړې دخشاکو راټولولو او مزدورۍ لپاره هم افغانستان ته اوړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG