لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د نيټو پينځه عسکر وژل شوي


پولينډ په افغانستان کې خواؤشا 2,600 عسکر لري او افغانستان کې دياغيتوب په ضد روانه جگړه کې يو ستر ائتلافي هيواد دى.
پولينډ په افغانستان کې خواؤشا 2,600 عسکر لري او افغانستان کې دياغيتوب په ضد روانه جگړه کې يو ستر ائتلافي هيواد دى.

د شورو په ورځ افغانستان کې دامنيتي ځواکونو په يو کاروان ترسره شوي بمي بريد کې لږ ترلږه پينځه پولينډي عسکر وژل شوي دي.
د پولينډ خبري ايجنسۍ پى اى پي دنوم نۀ څرگندولو په شرط دچارواکو په حواله وئيلي دي چې دغه عسکر هاغه مهال وژل شوي کله چې دنيټو ديو کاروان سره نزدې دسړک په غاړه يوه بمي چاؤدنه وشوه.
په افغانستان کې دپولينډ دځواکونو وياند په دغه اړه دباضابطه بيان جاري کولو څخه انکار کړى.
پولينډ په افغانستان کې خواؤشا 2,600 عسکر لري او افغانستان کې دياغيتوب په ضد روانه جگړه کې يو ستر ائتلافي هيواد دى.
په کابل کې ايساف پخلى کړى دى چې پينځه دنيټو عسکر په جنوب ختيز ولايت غزني کې وژل شوي ، په دغه سيمه کې امنيتي ذمه وارۍ دپولينډي عسکرو په لاسونو کې دي، خو ددغو عسکرو قوميت يې نۀ دى په ډاگه کړى.
د غزني د پوليسو مشر دلاور زاهد په دغه اړه وائي چې دغه پيښه دغزني ښار په روضه نومې سيمه کې سحر يوولس نيمې بجې رامينځته شوې ده.
ديو عيني شاهد ترمخه پيښه کې دايساف يو گاډى په مکمله توگه تباه شوى.
دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يو بيان کې ددغه پيښې ذمه واري په غاړه اخستې او او وئيلي يې دي چې طالبانو دپولينډي ځواکونو کاروان په نخښه کړى او گڼ شمير دنيټو عسکر يې وژلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG