لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : بمي چاؤدنو کې د نېټو پېنځه عسکر وژل شوي


افغانستان : بمي چاؤدنو کې د نېټو پېنځه عسکر وژل شوي
افغانستان : بمي چاؤدنو کې د نېټو پېنځه عسکر وژل شوي

په افغانستان کې ميشت د نيټو ځواکونو د جمعې په ورځ وئيلي دي د هېواد په سویلي برخه کې یې په بمي چاؤدنو کې پېنځه عسکروژل شوي دي.
د نيټو لخوا جاري کړل شوي بيان کې وئيل شوي دي څلور عسکر یې د جمعې په ورځ د سړک د غاړې ښخ بمي چادونې له امله او یو بل په جلا بمي چادونې کې وژل شوي دي.
بيان کې د پيښو نور معلومات او د وژل شوؤ عسکرو د قوميت په اړه تفصيلات نۀ دي ورکړل شوي.
د دغو عسکرو د وژل کيدو وروسته سږ کال په افغانستان کې د نېټو وژل شوؤ عسکر و شمېره نهو ته رسېدلې ده. د تېرو لسو کالو نه روان افغان جگړه کې تېر کال خواؤشا 544 بهرني عکسر وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG