لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: بمي چاؤدنو کې یولس اولسي وگړي او د ناټو دوه عسکر وژل شوي


د افغانستان جنوبي ولايت قندهار او زابل کې د جمعې په ورځ شوي بمي بریدونو کې لږ ترلږه یولس اولسي وگړي او د ناټو دوه عسکر وژل شوي دي.

په قندهار کې دمسافرو يو گاډى دسړک دغاړې په مائن الوتلى چې له امله يې لږ ترلږه یولس کسان وژل شوي دي.
دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت په وړوکي بس ترسره شوي دغه بريد دترهگرو بربريت گرځولى او وائي په دغه پيښه کې دافغانستان دښمنان ککړ دي.
دقندهار دوالي وياندځلمي ايوبي ددغه پيښې په هکله خبريالانو ته وئيلي دي دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه چې دمسافرو يوه ډله دخپل کلي څخه دقندهار ښار په لوري روانه وه او دميوند په اولسوالۍ کې پرې دسړک دغاړې بم وچاؤديدو.
هغه وويل په وژل شوؤ کې 4 ښځې ، 3 ماشومان او دوه سړي شامل دي او 8 ژوبل شوي کسان دعلاج لپاره دنيټو يو روغتون ته رسول شوي دي.
هغه وويل چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې دگاډي ډرائيور دمرکزي سړک څخه دکندو کپرو په يوه لاره روان شو.
اخوا دزابل دپوليسو مشر جهالم جليلي وائي په جنوبي ولايت زابل کې دنيټو په کاروان ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دوه دنيټو عسکر او دوه اولسي وگړي وژل شوي دي.
جليلي وويل دزابل په بريد کې د2ؤ افغان پوليس افسرانو په شمول 13 اولسي وگړي ژوبل شوي دي.
دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې په دې وروستيو کې دسرک دغاړې په بمي چاودنو اؤ داړي گړي په پيښو کې تر ډيره حده زياتوالى راغلى دى او په روانه مياشت کې دغلته د20ؤ امريکايانو په گډون دنيټو 30 عسکر وژل شوي دي.
دشورو په ورځ هم طالبانو دافغانستان په هلمند ولايت کې دنيټو يو هيلي کاپټر راغورځولى ؤ چې پکې 4 امريکائي پوځيان وژل شوي وؤ او تيره ورځ هم په قندهار کې دوادۀ په يوه دستوره ترسره شوي ځانمرگي بريد کې 40 کسان وژل شوي وؤ او 74 ژوبل شوي وؤ.
بهرني عسکر په قندهار کې دتندلارو په ضد دعملياتو لپاره تيارۍ کوي ، خودزيارت په ورځ په برسلز کې دامريکا او نيټو کمانډر جنرال سټينلى ميکرسټل منلې وه چې دقندهار څخه دتندلارو دپاکولو عمليات به داصلي پلان څخه زيات وخت واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG