لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د نیټو په کاروان طالبانو حمله کړي ده


د نیټو عسکرو د موټرو په کاروان باندې طالبانو ځانمرگي حمله کړي ده چې پکې د نیټو ځینې عسکر او ملکي افغانان زخمیان شوي دي.

د کابل په شمال کې د باگرام هوايي مرکز سره نژدې شوي د حملې ذمه وا‏ري طالبانو په غاړه اخیستې ده.

نیټو ویلي زخمي عسکر د باگرام هسپتال ته منتقل کړی شول. د زخمیانو حالت د خطرې نه بهر ښودل شوی دی.

نیټو د زخمي عسکرو شناخت نه دی څرگند کړی خو رپورټونه وايي دا امریکایان وو.

نیټو په یو بیان کې وویل زخمي افغانان نژدې هسپتال ته منتقل کړی شول. د افغانانو د حالت په اړه بیان څه معلومات وړاندې نه کړل.

د حملې په ذمه وارۍ کې طالبانو وویل په موټر بم چاودنه کې د امریکايي پوځ ٢۴ "ایشغال گر" عسکر زخمي یا ووژل شو او درې گاډي یې تباه شول. طالبان په افغانستان کې د نیټو اتلافي ځواکونو دپاره د ایشغال گر ټکی استعمالوي او اکثر په حملو کې زیاتې تلفاتو دعوې کوي.

تیره هفته په موټر سایکل سپور د طالبانو ځانمرگي حمله کونکي د باگرام پوځي مرکز په دروازه حمله وکړه او ځینې امریکايي عسکر يي زخمیان کړل.

طالبانو ددغه حملې ذمه واري هم په غاړه اخیستې وه او ویلي يې وو چې دا يي د امریکايي عسکرو ددې اقدام په بدل کې کړي وه چې په پروان ولایت کې یې د اسلام خلاف پاڼې خپرې کړي وې.

په دغه پاڼو کې په طالبانو خنده شوي وه. په دې کې ښودل شوي وو چې یو شیر د سپین سپې تعقب کوي. ویل کیږي چې په سپې کلیمه لیکل شوي وه. طالبان سپین بیرغ لري.

دغه پاڼو عام افغانان هم راپارولي وو او د امریکايي پوځ یو لوړ رتبه افسر پرې معافي وغوښته. "زه په ډیر په اخلاص بخښنه غواړم...ددې غلطۍ هیڅ جواز نشته،" میجر جنرل جیمز لنډر وویل.

جنرل لنډر وویل چې تحقیقات به کولی شي چې په دې "غلطۍ" کې ککړ کسان وموندل شي. جنرل لنډر نیټو د خصوصي عسکرو مشر دی.

تیره میاشت دافغانستان په اړه خپله نوي تگ لاره د اعلانولو په وخت صدر ډانلډ ټرمپ وویل افغانستان ته به اضافي امریکايي عسکر لیږل کیږي. هغه افغانستان نه د امریکايي عسکرو د انخلا لپاره څه معیاد وو نه ټاکلو.

د صدر ټرمپ په ځواب کې طالبانو وویل افغانستان به د خارجي عسکرو په هادیره کې بدل کړي.

په تیرو دریو کلونو کې طالبانو د افغانستان د ۴٠ فیصد نه زیاته علاقه په خپل واک کې نیولي ده او د گل په ورځ یې د نورستان ولایت په برگ متال ولسوالۍ حمله وکړه او د افغان امنیتي ځواکونو سره نښتې پیل کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG