لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغان عسکر په ډزو د نېټو یو عسکر وژل شوی دوه نور زخمیان دي


په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت قوماندان سکاټ میلر

په افغانستان کې مېشته د قاطع ماموریت ځواکونو ویلي د افغان امنیتي ځواکونو د یو عسکر په ډزوو یې یو پوځي وژل شوی او دوه نور زخمیان شوې دي.

د قاطع ماموریت یا "ریزلوټ سپورټ" ځواکونو په یو بیان کې وویل په عسکرو یې ډزې په هرات ولایت کې شوې دي.

بیان وايي چې ابتدايي تحقیقات ښيی پوځي یې د افغان ځواکونو د یو عسکر په ډزو وژل شوی او دوه نور زخمیان شوې دي. په بیان کې د حمله کونکي عسکر په اړه څه نه دي ویل شوې چې ایا ژوندی نیول شوی دی او که په جوابي ډزو کې هغه هم وژل شوی دی.

تېره هفته په کندهار کې د افغان ځواکونو په دریشۍ کې یو حمله کونکي د لوړ رتبه مامورینو د غونډې وروسته په ډزو کې د ولایت د پولیس مشر جنرل عبدالرازق او د استخباراتو څانگې مشر ووژلو
تېره هفته په کندهار کې د افغان ځواکونو په دریشۍ کې یو حمله کونکي د لوړ رتبه مامورینو د غونډې وروسته په ډزو کې د ولایت د پولیس مشر جنرل عبدالرازق او د استخباراتو څانگې مشر ووژلو

تېره هفته په کندهار کې د افغان ځواکونو په دریشۍ کې یو حمله کونکي د لوړ رتبه مامورینو د غونډې وروسته په ډزو کې د ولایت د پولیس مشر جنرل عبدالرازق او د استخباراتو څانگې مشر ووژلو.

طالبانو د کندهار د حملې ذمه واري منلې ده.

د کندهار د حملې په وخت په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت قوماندان سکاټ میلر، هم موجود و خو هغه محفوظ پاتې شو. جنرل ملر د د جمعې په ورځ وویل باور لري چې "هغه د کندهار په ښار کې د پنجشنبې د ورځې د برید هدف" نه و.

XS
SM
MD
LG