لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېو دي چلډرن: روان کال به د افغانستان 6.5 میلینه ماشومان د لوږې له شدید بحران سره مخ شي


د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره سېو دي چلډرن وایي، په افغانستان کې وروستي سېلابونه، وچکالۍ او له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدل به سږ کال شپږنیم میلینه افغان ماشومان یا په هرو لسو کې نیژدې درې ماشومان د لوږې له بحران سره مخ کړي.

سېو دي چلډرن د می پر 27مه په یو رپوټ کې په نړۍ کې د لوږې د څارنې د ادارې د اټکل له مخې ویلي، د روان کال تر اکتوبر وړاندې به 28 فیصده یا نیژدې 12.4 میلینه افغانان له شدیدې لوږې سره مخ شي:

"اټکل کیږي چې په دوی کې به نیژدې 2.4 میلینه د خوړو له سخت کمښت سره مخ شي چې د کاختۍ تر کچې یوه درجه ټیټ حالت دی".

د ماشومانو د ژغورنې دغه اداره وایي‌ له لوږې سره د مخ کېدونکو خلکو دا شمېر د تېر 2023م کال د اکتوبر د رپوټ په نسبت یو څه ښه والی ښکاره کوي، خو وایي د مرستو مسلسل اړتیا دا په ګوته کوي چې غریبي په هرو دوو کې یو افغان تن اغېزمن کوي.

سېو دي چلډرن ویلي په روانه می میاشت کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې موسمي بارانونو او ناڅاپي سیلابونو تر 400 زیات کسان مړه کړي، په زرګونو کورونه یې تباه کړي او کرنیزې مځکې یې خرابې کړې دي.

دغې ادارې ویلي په بغلان کې یې د سېلاب ځپلو لپاره یو "ګرځنده کلینک" برابر کړی، وایي په دې کلینک کې نارینه او ښځینه ډاکټران، د دماغي ناروغیو، د ماشومانو د ژغورنې ځانګړي ډاکټران او د ماشومانو لپاره بېل ځایونه دي:

"په سېلاب ځپلو سیمو کې ماشومان د څښلو پاکو اوبو ته محدود لاسرسی لري چې ځینو یې روغتیايي ټیمونو ته د خېټې د ناروغۍ په اړه رپوټ ورکړی دی".

د افغانستان لپاره د ماشومانو د ژغورنې دې ادارې په خپل رپوټ کې اټکل کړی چې په روان کال کې به په افغانستان کې تر پینځه کلنۍ د کم عمر 2.9 میلینه ماشومان د خوراک له سختې کمۍ سره مخ شي.

په افغانستان کې د سېو دي چلډرن ادارې مشر ارشاد ملک ویلي، په روان کال کې د دوی ادارې تر 7,000 هغو ماشومانو علاج کړی دی چې د خوراک شدید یا زیات کمي سره مخ وو. وایي دا شمېر د دې نخښه ده چې کورنۍ مسلسل مرستې ته اړتیا لري ځکه چې وایي هغوی له صدمې وروسته بلې صدمې سره مخ کیږي.

په دې رپوټ کې له سختې لوږې سره د مخ ماشومانو د حالت د یو څه ښه کېدو علت بشري مرستو او حاصلاتو ښه کېدل ګڼلي، خو وایي د بودیجې د کموالي له امله به سږ کال د خوراکي توکو مرستې کمې شي.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې د تېر کال د ستمبر له میاشتې راهیسې له پاکستانه افغانستان ته 557,000 افغان کډوال ستانه شوي او ویل شوي چې په دغو ټولو ستنو شویو کې نیمايي ماشومان دي.

ملګرو ملتونو له وړاندې لا په روان 2024م کال کې د خپلو مرستندویه چارو د دوام لپاره له نړیوالې ټولنې څخه د غوښتل شوې بودیجې د یوې اندازې د چمتو کولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG