لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د افغانستان د پاره نوی سفیر ټاکلی


ددی نه علاوه صدر ټرمپ تیره ورځ د امریکا د دفاع وزارت پنټگان ته هم ورغلی وو
ددی نه علاوه صدر ټرمپ تیره ورځ د امریکا د دفاع وزارت پنټگان ته هم ورغلی وو

واېټ هاوس یا سپنې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ ( جولاۍ ٢٠) اعلان کړی صدر ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې جان باس د امریکا د سفیر په توگه ټاکلی دی.

ښاغلی جان باس د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې پخوانی او با تجربه لوړپوړی ډپیلوماټ دی. هغه د کال ١٩٨٨راهیسې د امریکا په بهرینو چارو وزارت کې د ډېپلوماټ په حېث کار شروع کړی دی.

اوس مهال هغه په ترکېې کې د ٢٠١۴ کال راهیسې د امریکا د سفیر په توگه کار کوي. ښاغلی باس د ٢٠٠٩ څخه تر ٢٠١٢ کال پورې په جارجیا کې د امریکا سفیر وو.

د واېټ هاوس اعلامیه کې راغلي چې ښاغلی باس په تیرې یوي لسیزې کې په عراق، شام او په جنوب لویدیځي اسیا کې د ترهګرۍ او د بي ثباتې پر ضد مبارزه کې زیات او مهم نقش درلودلی دی.

هغه د ملک نه بهر شپږ امریکاېې ماموریتونه کړي او دغه راز ېې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې په لوړو څوکو هم کار کړی دی.

​ددی نه علاوه صدر ټرمپ تیره ورځ د امریکا د دفاع وزارت پنټگان ته هم ورغلی وو او هلته ېې د تړلو دروازو تر شا د امریکا د دفاع وزیر جیمز میټس او د دفاع وزارت د نورو چارواکو سره د افغانستان او د داعش پر ضد مبارزې په گډون په یو شمیر مهمو مسایلو خبرې وکړې.

ښاغلي ټرمپ افغانستان ته د نورو ځواکونو د لیږلو په اړه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل "موږ به وگورو، او موږ د اسلامی دولت د ډلی پرضد ډیر زیات پرمختگ کړی دی. د اسلامی دولت ډله به زر ماته وخوري".

د وي او ای اشنا په مننه!

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG