لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : عملياتو کې درې طالب کمانډران نيول شوي دي


افغانستان : عملياتو کې درې طالب کمانډران نيول شوي دي
افغانستان : عملياتو کې درې طالب کمانډران نيول شوي دي

نيټو ځواکونو وئيلي په افغانستان کې ميشتو ائتلافي اوافغاني ځواکونو دهيواد ختيزو سيمو نه یې درې تندلاري کمانډران نيولي دي.
بين المللي پوځ ايساف دزيارت په ورځ پخپل يو بيان کې وئيلي دي دحزب اسلامي ډلې دوه مشران يوه ورځ وړاندې دافغانستان دپروان ولايت څخه نيول شوي او دريم تندلارى کمانډر دخوست ولايت څخه نيول شوى دى.
دنيول شوؤ جنگيالو مشرانو څخه يو دحزب اسلامي دډلې دميډيا دڅانگې مشر ؤ چې دهغه په حقله وئيل کيږي هغه دبيلا بيلو تندلارو ډلو او په افغانستان کې دنومبر او جنورۍ په مياشتو کې ترسره شوؤ ځانمرگي بريدونو کې لاس لرونکو کسانو سره يې نزدې تماسونه لرل.
په روانه اوونۍ کې افغاني چارواکو وئيلي وؤ دنهې په ورځ په جنوبي افغانستان کې دنيټو ځواکونو په عملياتو کې دوژل شوؤ څلورو کسانو په اړه پلټنې کوي چې ايا هغوي طالب جنگيالي وؤ که افغان وگړي؟
دغه څلور کسان په هلمند ولايت کې دطالبانو او نيټو ځواکونو ترمينځ شوې نښته کې وژل شوي وؤ.
نيټو چارواکي وائي دغه چارواکي له دې امله وژلي چې هغوي يې دپوځ لپاره خطره وه خو دمقامي خلکو وينا ده وژل شوي ټول اولسي وگړي وؤ.
په هلمند کې افغاني او دنيټو ځواکونو دشورو په ورځ دچاؤديدونکو موادو تيارونکي يو تن په ځاله په نخښه کړې وه چې پکې گڼ وسله وال کسان وژل شوي او يو بل ژوندى نيول شوى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG