لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د فعالینو په ضد تشدد باندې د اشرف غني اندېښنې پاکستان مداخلت گڼي


افغان صدر اشرف غني

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د افغان صدر اشرف غني دا خبرې رد کړې چې د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د مدني فعالانو خلاف تشدد د اندېښې وړ مسله ده.

صدر اشرف غني د شورو، چهارشنبې، په ورځ په پاکستان کې د روانو احتجاجونو او د هغې په ضد د پاکستان د حکومت ځواب په اړه دوه ټویټس کړي دي. په یو ټویټ کې هغه وویل "افغان حکومت په خېبرپښتونخوا او په بلوچستان کې د پرامنه مظاهره چیانو او د مدني فعالانو خلاف د تشدد (په استعمال) سنگین تشویش لري."

د پاکستان خارجه وزیر د افغان صدر خبره رد کړه.

شاه محمود قرېشي په خپل ټویټ کې د افغان صدر ټویټ ته په اشاره وویل "داسې قسمه غیر ذمه وارانه بیانونه لاس وهنه ده. افغان مشرانو ته پکار دي چې توجه د افغان ولس د اوږدې مودې شکایتونو ته وکړي."

اشرف غني په دویم ټویټ کې لېکلي دوی باور لري چې هر حکومت دا اخلاقي ذمه واري جوړیږي چې د هغه ټولو ملکي فعالیتونو ملاتړ وکړي چې د ترهگرۍ او تندلارۍ پرضد ودریږي. نوموړي ویلي که داسې وه نه کول شي نو ژورې منفي پاېلې په ولري.

افغان صدر دغه ټویټ په داسې حال کې کړې چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په افغانستان، بلوچستان، خېبر پښتونخوا او په اسلام آباد کې د پښتون ژغورنې غورځنگ پلویانو په بلوچستان کې د تحریک د یو فعالا غړي ابراهیم ارمان لوڼي د وژل کېدو خلاف احتجاجونه وکړل.

د پاکستان پخوانی خارجه وزیرې حنا رباني کهر هم په یو ټویټ کې ویلي دا د خفگان خبره ده که اشرف غني د پاکستان په کورنۍ مسله باندې خبرې کول مناسب گڼي. نوموړی اشرف غني ته په ځواب کې دوه ټویټس کړي او ویلې یې دي داسې کار به حالات نور کړکېچن کړي.

د تحریک پلویان وايي ارمان لوڼي د پې ټي اېم د احتجاجي ناستې په مهال د پولیس د تشدد له امله ژوند دلاسه ورکړی دی. پولیس دا خبره ردوي.

XS
SM
MD
LG