لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ اوس د افغانستان پښتنو ته پښتو لېکي؟


د افغانستان صدر اشرف غني او نور افغان مامورین د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه او د هغه پلاوي سره په کابل کې ویني
د افغانستان صدر اشرف غني او نور افغان مامورین د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه او د هغه پلاوي سره په کابل کې ویني

داسې ښکاري چې د پاکستان پوځ ته تازه تازه دا احساس شوی دی چې په ټوېټر یې افغانان هم څاري او پېغامونه یې لولي.

د پاکستان د پوځ ترجمان مېجر جنرل اصف غفور په ورستیو ورځو کې د سماجي رابطې په ویب پاڼه "ټوېټر" په پښتو ژبه کې "ټویټس" یا پېغامونه شریکول پېل کړې دي.

د سماجي رابطو په ویب پاڼو پیغامونه خپرول په پراخه کچه خلکو ته د معلوماتو رسولو غوره لار گڼل کیږي.

د پوځ د عامو تعلقاتو څانگه، ايي ایس پي ار، په ټوېټر په انگریزۍ او اردو ژبو کې د ډیر وخت راهسې د پېغامونو رسولو دنده ترسره کوي.

خو داسې ښکاري چې د پښتو ټوېټس یې تازه تازه شروع کړې دي.

د ايي ایس پي ار د ټویټس نه دا څرگندیږي چې هدف یې د افغانستان پښتانه لوستونکي.

مېجر جنرل اصف غفور ورستي ټویټونه د افغانستان سره تړلې موضوعاتو په اړه دي.

په پښتو کې د جنرل اصف غفور تازه ټویټ د نهې، سه شنبې، په ورځ د پوځ د مشر جنرل قمر جاوید باجوه د افغانستان د سفر په اړه و.

ددې نه وړاندې د جون د میاشت په اوومه نېټه جنرل اصف باجوه د افغانستان کرکټ ټیم ته د کرکټ د ٢٠ اورونو په سېریز کې بنگله دیش ته په ماتي ورکولو په پښتون ژبه کې په ټوېټر د امباکۍ پېغام لېږلی و.

په پاکستان کې هم په لویه شمېره کې پښتانه میشته دي.

د تېرې څه مودې راهسې د پاکستان د پښتنو په لویه کچه د خپلو شهري حقونو دپاره د "پښتون ژغورني غورځنگ" د بېرغ دلاندې تحریک شروع کړی دی.

د پي ټي اېم زیاتره گېلې د پوځ سره تړون لري.

غورځنگ غواړي چې پوځ دې د پښتنو په سیمو د ترهگرۍ خلاف جوړو چېک پوسټونو د پښتنو سره د بدسلوکۍ رویه او خپله دغه چېک پوسټونه ختم کړي.

غورځنگ غوښتنه کوي چې د ترهگرۍ خلاف هلو ځلو کې د پوځ او امنیتي ادارو په ولکه کې "بې درکه" خلک که د څه جرم په شک کې بند دي نو عدالتونو ته دې وړاندې کړی شي او که بې گناه دي نو ازاد دې کړی شي.

د پوځ ترجمان مېجرجنرل اصف غفور
د پوځ ترجمان مېجرجنرل اصف غفور

پي ټي ایم وايي د پښتنو په سیمو کې د ترهگرۍ خلاف جنگ کې ځايي خلک پوځ ځورولې دي او په ډیرو موقعو ورسره غیرقانوني چلند شوی دی نو د دغه واقعاتو تحقیقات دې وشي او ککړ کسان دې قانون سره مخامخ کړی شي.

پي ټي ایم د خپلو غوښتنو په حق کې جلسې کړې دي.

د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د پي ټي ایم په اړه په غیر مستقیم ډول ویلي چې دا "اېنجنېرډ" یا د بل په لمسون راپارول شوی تحریک دی.

د پي ټي اېم کارکونکي وايي پاکستاني مطبوعاتو د پي ټي ایم په جلسو او خبرونو زیاتره سترگې پټې کړې دي. او ځینې خبریالان دا خبره مني چې په مطبوعاتو فشار اچول کیږي چې د پي ټي اېم په خبرونه دې نظر انداز کوي.

د پي ټي اېم کارکونکي گڼي په مطبوعاتو دغه فشار پوځ اچوي.

پوځ په پاکستاني مطبوعاتو د فشار اچولو خبره ردوي.

د جون د میاشت په وړمبو ورځو کې د جنوبي وزیرستان مرکز واڼا کې د پي ټي ایم په جلسه د "امن کمیټۍ" وسله والو ډزې وکړې. ځايي خلک د امن کمیټۍ د طالبانو په نوم پېژني چې په سیمه کې په ازاده توگه په وسله سنبال گرځي او امنیتي ادارې ورته څه نه وايي.

د واڼا د پېښې په اړه د پوځ ترجمان مېجرجنرل اصف غفور یوې خبري غونډې ته وویل چې ډزې ځايي قبایلو د خپل منځي اختلافاتو په سر کړې دي. هغه وسلوال د "امن کمېټۍ" په نوم یاد کړل او وې ویل چې په سیمه کې د امن دپاره کمېټۍ ډیر خدمات ترسره کړې دي.

د پي ټي ایم د غوښتنو او جلسو خبرونه نړيوالو مطبوعاتو هم چاپ کړې دي.

څېړونکې وايی که د پاکستان لویو مطبوعاتي ادارو پي ټي اېم نظرانداز کړی نو د غورځنگ کارکونکو خپله توجه لکه د ټوېټر او فیس بک په رنگ ټولنېزو رسنیو ته اړولې او خپل پېغام په دغه لار نړۍ ته د رسولو کوښښونه کوي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتین
د پي ټي اېم مشر منظور پشتین

په یوه موقع په یو پاکستاني ټیلي وژن پروگرام کې د پي ټي ایم د مشر منظور پشتین نه تپوس وشو چې د افغانستان صدر اشرف غني هم د غورځنگ په اړه ټویټونه کړې دي. په جواب کې ورته منظور پشتین وویل چې د پاکستان صدر یې ولې نه کوي؟ په دغه وخت د پي ټي ایم کارکونکو په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته پېل کړې وه او د سلگونو په شمیره کې د غورځنگ کارکونکي به د اسلام اباد په زړه کې ناست وو او ممکنه ده چې تقریرونه به یې په صدارتي ماڼۍ کې هم اوریدل کیدی شول.

وي او ای ډویوه غوښتل چې په پښتو ژبه کې د ټویټونو سره د مېجرجنرل اصف غفور او د ايي ایس پي ار د نوي مېنې په اړه خبرې وکړي او معلومه کړي چې کله راهسې ورته په پښتو کې د پېغام رسانۍ اهمیت معلوم شوی دی او ایا د سوشل میډیا په نورو پاڼو هم په پښتو کې پېغامونه خپروي؟

خو د دې لیک سر ته د رسیدو پورې مېجر جنرل اصف غفور هغه ته په ټوېټر لیږل شوي پېغام ته نه په انگریزۍ او نه هم په پښتو کې جواب ویلی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG