لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: پاکستان سره د ملگرتیا د افغان صدرد خبرې هرکلی کوو


په افغانستان کې د امن په موضوع د "کابل پروسې" غونډې ته د شورو، چارشنبې، په ورځ وینا کې افغان صدر طالبانو ته د سولې یو شمیر وړاندیزونه وکړل او په پاکستان یې غږ وکړو چې د "دولت په دولت" دې افغانستان سره روابط برابر کړي
په افغانستان کې د امن په موضوع د "کابل پروسې" غونډې ته د شورو، چارشنبې، په ورځ وینا کې افغان صدر طالبانو ته د سولې یو شمیر وړاندیزونه وکړل او په پاکستان یې غږ وکړو چې د "دولت په دولت" دې افغانستان سره روابط برابر کړي

پاکستان د افغانستان صدر محمد اشرف غني د دې خبرې هرکلی وکړو چې اسلام آباد سره د تېرو وختونو تاوتریخوالی هیرول او د ملگرتیا نوی باب پرانیستل غواړي.

په افغانستان کې د امن په موضوع د "کابل پروسې" غونډې ته د شورو، چارشنبې، په ورځ وینا کې افغان صدر طالبانو ته د سولې یو شمیر وړاندیزونه وکړل او په پاکستان یې غږ وکړو چې د "دولت په دولت" دې افغانستان سره روابط برابر کړي.

افغان صدر وویل "موږ بیا هم، د پاکستان له دولت سره د هر اړخیزې سولې مذاکراتو ته چمتو او حاضر یوو چې تېرې ترخې تجربې هېرې او نوی فصل پرانیزو."

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان محمد فیصل
د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان محمد فیصل

د پاکستان پاتیخت اسلام آباد کې د خارجه وزارت ترجمان محمد فیصل په یوه خبري غونډه کې طالبانو ته د افغان صدر د سولې د وړاندیز او پاکستان سره د ملگرتیا هرکلی وکړو. ترجمان وویل پاکستان ته د ملگرتیا لاس غځول د افغان صدر د "پام وړ" خبره ده.

طالبانو ته د صدر اشرف غني د سولې د وړاندیز په اړه پاکستاني ترجمان وویل پاکستان په روایتي توگه طالبانو سره د مذاکراتو ملاتړ کړی دی او په دې لړکې طالبانو ته د افغان صدر وړاندیز د پاکستان د دریځ حمایت کوي.

افغان صدر وویل پاکستان سره هلته د میشته افغان کډوالو په موضوع هم خبرو ته تیار دی. "موږ حاضر یوو چې د پاکستان حکومت سره زموږ د ټولو کډوالو د بېرته راتګ لپاره په یو منظم پلان کې چې له ۱۸ تر ۲۴ میاشتو کې عملي شي موافقې ته ورسېږو."

افغان او امریکايي چارواکې د ډیر وخت راهسې وايي چې د طالبانو او د حقاني ډلې مشران په پاکستان کې میشته دې او د هلته څخه په افغانستان کې جنگ ته دوام ورکوي. په پاکستاني استخباراتي ادارو باندې طالبانو سره او په خصوصي توگه د حقاني ډلې سره د روابطو خبره هم کیږي.

خو پاکستان د هېواد په خاوره د طالبانو او د حقاني ډلې د موجودگۍ خبره ردوي. او وايي د افغانانو په مشرۍ او ملکیت کې په افغانستان کې د مذاکراتو او د مفاهمت ملاتړ کوي.

د کال ٢٠١٥ م د جولايي په میاشت کې د افغان حکومت او د طالب استازو په وړمبي ځل د نیغ په نیغه خبرو کوربه توب پاکستان د مري په سیاحتي مرکز کې وکړو خو بیا په پاکستان کې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مرگ د خبرونو راڅرگندیدو ورسته د مري بهیر ودریدو.

د ملا عمر جانشین ملا اختر منصور د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په ډرون حمله کې ووژل.

افغان صدر طالبانو سوله په داسې حال کې تجویز کړې ده چې لږه موده وړاندې په کابل کې د یو شمیر خونړۍ حملو ورسته د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ طالبانو سره د مذاکراتو امکان رد کړو او وې ویل چې د هغه خلکو سره خبرې نشي کیدی چې بې گناه خلک وژني.

په سمدستي توگه نه ده معلومه چې آیا طالبانو د صدر اشرف غني وینا ته څه ځواب ویلی او که نا؟

خو ددې نه وړاندې طالبانو امریکې سره د مذاکراتو خبره کړې ده او ویلي یې دي چې افغان حکومت د خبرو اختیار نه لري. طالبان دا هم وايي ترڅو په افغانستان کې خارجي ځواکونه موجود دي، دوی د مذاکراتو په میز نشي کښېناستلی.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG