لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغان او پاکستاني ځواکونو په جگړه کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي


په خوست کې د ولایت د پولیس مشر جنرل حنان ځدران وي او ای ته وویل د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جگړه سهار وختي په ځاځي مېدان سیمه شروع شوه. د وي او ای سره د خبرو په وخت جنرل ځدران وویل چې په سرحد نښتې لا روانې دي

د افغانستان په خوست ولایت او د پاکستان په کرمه قبایلي سیمه کې د دواړو هېوادونو په شریک سرحد افغان او پاکستاني ځواکونو د اتوار، یکشنبې، په ورځ په یو بل ډزې کړې دي او د پاکستان پوځ ویلي په جگړه کې د سرحدي ځواکونو دوه عسکر وژل شوي او پنځه نور زخمیان دي.

د پاکستان د پوځ بیان وايي د ایف سي ځواکونو په سرحد د معمول څارنه کوله او په پوله د ازغن تار لگولو تیاری یې نیولو چې د پورې غاړه پرې ډزې وشوې. بیان وايي پوځي کوښښونه روان دي چې تاو تریخوالی راکم کړی شي.

په خوست کې د ولایت د پولیس مشر جنرل حنان ځدران وي او ای ته وویل د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جگړه سهار وختي په ځاځي مېدان سیمه شروع شوه. د وي او ای سره د خبرو په وخت جنرل ځدران وویل چې په سرحد نښتې لا روانې دي. هغه هم وویل دوه پاکستاني عسکر او یو افغان ملکي تن وژل شوی دی او یو شمیر نور کسان زخمیان دي.

د پاکستان د پوځ ترجمان مېجر جنرل اصف غفور وویل په پوله د ډزو تبادله روانه ده.

په سمدستي دا نه ده معلومه چې ډزې د کوم اړخ ته پېل شوي دي.

خو پوځي بيان کې دا نه دي ويل شوي چې د پولې د پورې غاړې نه بريد چا کړی دي.

د پاکستان د کوزې کورمې حکومتي انتظاميي ویلي د لکه تيګه نومې علاقه باندې چې د ډېورنډ په کرښه پرته ده نه خو پاکستاني ځواکونو ازغن تار لګولی، نه يې د پولې سرغړونه کړې او نه يې په پوله په افغان ځواکونو بريد کړی دی.

ډیوه سره په خبرو کې د کرمې د پوليټيکل انتظاميې چارواکو ويلي چې د افغانستان لخوا دې غاړې ته بريد شوی خو چارواکي د دې پخلی نه کوي چې بريد وسله والو کړی او کنه افغان ځواکونو کړی دی.

خو پوليټيکل چارواکي په بريد کې د دوه سرتيرو ژوبلېدو پخلی کړی ؤ.

پوليټيکل چارواکي دا هم وايي چې په پوله نښته تراوسه دوام لري او د دواړو غاړو په نښته کې درنې او سپکې کارول کيږي.

د سيمې څخه د تازه راپورونو ترمخه په کرمه کې په جوماتونو کې اعلانونه شوي چې په پوله غټ برید شوی او بايد خلک هم د ځواکونو د ملاتړ دپاره راووځي.

تیره اوونۍ هم په ياده پوله يوه نښته شوې وه او پاکستاني چارواکو ويلي چې د پولې د پورې غاړې نه بريد شوی او کومه مرګ ژوبله پکې نه وه رپوټ شوې.

افغان چارواکي د تيرې يوې مودې نه تور لګوي چې په کونړ ولایت او خواؤشا په پوله پرتو سيمو پاکستاني ځواکونه پرله پسې توغندي داغي. پاکستان دغه خبره ردوي.

XS
SM
MD
LG