لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مامورین: په کونړ کې پاکستاني بمبارۍ یو تن وژلی


د افغان سرحدي ځواکونو یو عسکر
د افغان سرحدي ځواکونو یو عسکر

د افغانستان د ختیځ ولایت کونړ چارواکي وايي د پاکستان له لورې شا اوخوا ۴۳۵ توغندي وریشتل شوي دي چې له کبله یې یو ولسي وګړی وژل شوې او کر کروندې ته هم لوی زیان رسیدلی دی.

د کونړ د والي ویاند غني مصصم د امریکا ته وویل چې د دغو مرمیو درې یې د سرکاڼو ولسوالۍ د ګنجګل په څپري سیمه لګیدلي دي چې یوه مرمۍ د ولسي خلکو پر کور لګیدلې چې یو کلیوال پکې وژل شوی دی.

نوموړي وویل چې پاتې ټولۍ مرمۍ د دانګام ولسوالۍ په سور کمر، زوړ برول او نورو سیمو لګېدلي دي چې د سر زیان نه لري.

د سرکاڼو ولسوالۍ د ګنجګل درې یو اوسېدونکی فقیر محمد وايي چې پر سیمو یې له تېرو څو کلونو راهیسې بریدونه روان دي چې وخت ناوخته یې کورونه او بانډې هم لګي او د بریدونو له وېرې اکثره غرنۍ سیمې خالي شوي او خلکو ترې کډې کړي دي.

په دې وروستیو کې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په ختیځو برخو کې د راکټ بریدونه چټک کړي دي. خو د افغان حکومت لخوا تر اوسه د دې موضوع په لړ کې کوم جدي ګامونه نه دي اخیستي.

د تیرو څلورو میاشتو په اوږدو کې د کونړ ولایت بیلا بیلو ولسوالیو څخه د پاکستاني توغندیزو بریدونو له امله په سلګونو کورنۍ خپلو سیمو پریښودو باندې مجبوره شوي او کډوالۍ ته اړ شوي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغو توغندیو د ویشتلو په اړه د افغان حکومت د چارواکو ادعاو ته ځواب نه دی ویلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG