لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان د کرکټ غوره لیگ د ټیمونو لیستونه اعلان شول


ټاکل شوې ده چې دوه ورځې وروسته، د راتلونکې جمعې په ورځ، د افغانستان د شل آوره کرکټ غوره لیگ سیالۍ پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن د لوبډلو پوره لیستونه خپاره کړل او ورسره جوخت یې دا اعلان هم وکړ چې د افغانستان پریمیر لیگ به پس له دې، د گلبهارـ افغانستان پریمیر لیگ په نامه یادیږي، دا ځکه چې د گلبهار سوداگریز گروپ یې اوس د لوبو یو لوی مالي ملاتړی دی.

د افغانستان غوره لیګ سیالۍ به د راتلونکې اکټوبر میاشتې په پنځمه نېټه پیل او د یادې میاشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې دوام مومي

دغه لوبې به د اکټوبر له ٥مې بیا د اکټوبر تر ٢١مې پورې په شارجه ستډیم کې ترسره شي او په هغو کې به پنځه لوبډلې (کابل، پکتیا، کندهار، ننگرهار، او بلخ) شاملې وي. تمه ده چې په دې لوبو کې به یو زیات شمیر د نړۍ وتلي او پیژندل شوي کرکټ لوبغاړي هم گډون ولري.

د افغانستان کرکټ بورډ نن د دغو لوبو د ټیمونو پوره لیستونه خپاره کړل. د دغو لیستونو له مخې، د افغانستان په پریمئیر لیگ کې د نورو وتلو کرکټ بازانو ترڅنگ، راشد خان، شاهد افریدي، کریس گېل، بن لافلین، وائین پارنیل، لاوري ایوانز، اندرې روسل، او گڼ شمیر نور تکړه لوبغاړي هم لوبیږي.

د دې لیگ دپاره چې څه موده مخکې بولۍ شوې وه، نو په هغې کې یو شمیر پاکستاني لوبغاړي واخیستل شول، خو وروسته د پاکستان کرکټ بورډ هغوی راایسار کړل او ویې ویل چې یوازې ریټایرډ لوبغاړي یې کولای شي په افغان غوره لیگ کې لوبه وکړي.

د امریکا غږ ډیوه په پام کې لري چې د دغو لوبو رپوټونه تاسو ته په بشپړ جزییاتو سره وړاندې کړي او د لوبو او د لوبو ترڅنگ د نورو مرتبطو حالاتو نه مو د شارجې ښار څخه خبر کړي.

XS
SM
MD
LG