لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په بریدونو کې پاکستانۍ کړۍ


افغان خارجه وزیر صلاح الدین رباني
افغان خارجه وزیر صلاح الدین رباني

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي امریکا غږ سره په مرکه کې د پنجشنبې په ورځ د کابل نه اسلام اباد ته افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ د یو پلاوي سفر تائید کړ وې ویل چې پاکستان ته د پلاوي د سفر هدف ددغه هیواد چارواکو ته د افغان حکومت د دریځ څرګندول دي.

ښاغلي هاشمي وویل"همدارنګه د هغه وړاندیز د عملي کیدو په سر هم د پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي چې جمهوررئیس غني پرې د پاکستان د صدراعظم او د پاکستان د ټولو ځواکونود مشر جنرال راحیل شریف سره غږیدلی دی په دې وړاندیز کې د هغو ویره اچوونکو او تروریستي ډلو په خلاف د اقداماتو د پورته کولو لپاره لارې چارې په ڼښه شوي چې د پاکستان په دننه کې دیره دي او د افغانستان د خلکو په وړاندې فعالیتونه ترسره کوي ".

ښاغلي هاشمي وویل چې افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر سره په دغه سفر کې به د دفاع د وزارت د سرپرست محمد معصوم ستانکزی او د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل هم ملګري وي.

ښاغلي هاشمي په کابل کې د میشتوبهرنیو هیوادونو د سفیرانو سره د جمهوررئیس غني د سه شنبې د ورځې د خبرو په باب وویل چې جمهوررئیس دغو دپیلوماتانو ته د روانو مسلو په باب د افغانستان دریځ څرګند کړ.

ښاغلي هاشمي وویل"او د افغانستان د حقانیت په باب یې خبرې وکړي چې افغانستان د ترویزم قرباني شوی دی، او دډیرو هڅو سره سره د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره کوم ځواب چې مونږ ترلاسه کړی د جنګ خواب وو".

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند وویل چې افغان پلاوی به د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت د نوي دریځ په باب پاکستاني چارواکو ته وضاحت هم وړاندې کړي او هم کومې غوښتنې چې افغانستان یې له پاکستان لري په اړه به یې پاکستاني لورې ته وضاحت ورکړي.

هاشمي وویل "کوم ځانګړې غوښتنې چې مونږ له پاکستاني اړخ لرو او هغه دادي چې کوم ځانګړې تعریف چې پاکستان یې د خپل ځان او خپلو خلکو لپاره د تروریزم څه لري همغه دې افغانانو او افغانستان په هکله هم تطبیق کړي، هغه ډلې چې د پاکستان په دننه کې غونډې جوړوي او د افغانستان د خلکو پر خلاف د جګړې اعلان کوي په کار دي د پاکستان حکومت په دې برخه کې اقدامات وکړي ".

افغانستان حکومت مشرانو په کابل او د افغانستان په یو شمیر ښارونو د افغان حکومت د مخالفو وسله والو د خونړیو بریدونو وروسته د دوشنبې د پاکستان په وړاندې خپل دریځ بدل کړ او اسلام اباد یې د اففانانو ترمنځ د سولې په برخه کې په نه همکارۍ تورن کړ.

پاکستان د افغان حکومت دغه نوي دریځ په باب په اختیاط څرګندونې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې افغانستان خپل دوست او ګاونډۍ هیواد بللی او ویلي دي چې دا هیواد هم د تروریزم نه زښت زیات زیانمن شوی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترهگرۍ خلاف د مفاهمت زیاتولو کوښښونو کې بوخت د پاکستان پخوانی داخله وزیر افتاب شیرپاو وي او ای ډیوه ته ویلي افغان حکومت ته پکار وو چې د ترهگرۍ کې د پاکستان مبینه لاس په هکله ي کوم ثبوت وړمبی پاکستان ته ورکړی وی او که چرې پاکستان پرې څه عمل نه وی کړی نو د نور چا سره يي بیا شریک کړی وی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG