لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

صدر اشرف غني:د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسبې فضا لپاره باید عملي گامونه پورته شي

صدر اشرف غني وویل دواړه هیوادونه خپل تعلقاتو کې نوی پیل وکړي
صدر اشرف غني وویل دواړه هیوادونه خپل تعلقاتو کې نوی پیل وکړي

په کابل کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمرجاوید باجوه سره په یو لیدنه کې د افغانستان صدر اشرف غني وویل د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسبې فضا او د اعتماد د بیا پرځای کولو لپاره باید عملي اقدمات واخیستل شي.

صدر اشرف غني د اتوار، یکشنبې، په ماسپښین په ارگ کې د جنرل باجوه په مشرۍ کې کابل ته د تللي پاکستانۍ ډلې هرکلی وکړو او د پاکستاني مامورینو سفر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره د "نوي فصل" په نوم یاد کړو.

د جنرل باجوه او د صدر اشرف غني د لیدنې په اړه د صدارتي ماڼۍ یا ارگ مطبوعاتو ته خپر شوي بیان کې وویل په دې کې د "بیلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د سیمې دامنیت، دوه اړخیزه اړیکو، سولې او ثبات، له تروریزم سره د مبارزې، د ترانزیټ او سوداګرۍ او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځ مهالو او اوږدمهالو اړیکوپه اړه بحث او خبرې وشوې."

جنرل باجوه په داسې حال کې د کابل سفر وکړو چې د افغانستان او پاکستان تعلقات یو وارې بیا د تاوتریخوالي ښکار دي. دواړه هیوادونه په یو بل ترهگرو د پناه ورکولو الزامات لگوي.

افغان او امریکايي چارواکي وايي د افغان طالبانو مشران او د حقاني ډلې وسله وال په پاکستان کې پراته دي او د هلته نه په افغانستان کې د افغان حکومت او د نړي والو ځواکونو خلاف د حملو سازشونه کوي.

پاکستان نه یوازې دا خبرې ردوي بلکې وايي د پاکستان حکومت مخالف وسله وال په افغانستان کې پناه ځایونه لري او د هلته نه په پاکستان کې د ترهگرۍ حملې کوي.

هم ددې الزاماتو او جوابي الزاماتو په سبب د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو په وخت په وخت تاوتریخوالی رامنځته کیږي خو څیړونکي گڼي په سیمه کې ترهگرۍ د مخنیوي دپاره دواړه گاونډي هیوادونه په شریکا کوښښونه وکړي.

د جنرل باجوه سره په کتنه کې، اشرف غني د اعتماد سازۍ په ضرورت زور واچولو.

په دې اړه د ارگ بیان وايي "جمهوررئیس غني وویل، د رامنځته شوی مناسبې فضا په خاطر باید عملي ګامونه پورته او د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا په واضح ډول رامنځته شي."

افغان مامورین د پاکستان نه دا گیله لري چې خپل لوظونه ته عملي شکل نه ورکوي.

د ارگ بیان وویل "په دې کتنه کې پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې هیواد یې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې چې ګډ ګواښ دی هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د میکانیزم ملاتړ کوي ."

د افغانستان لپاره د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په خپله نوي تگ لاره کې په پاکستان زور اچولی چې وسله والو د حمایت پخوانی دریځ دې ختم کړي او افغان طالبان دې د سولي مذاکراتو ته کښینولو کې خپل کردار ادا کړي.

د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د خبرو اترو وړمبۍ ناسته په پاکستان کې شوي وه خو بیا د طالبانو د مشر ملا عمر په پاکستان کې د مرگ د خبر راڅرگندیدو ورسته دغه عمل وځنډیدو او لا بیا نه دی پیل شوی.

صدر اشرف غني وویل دواړه هیوادونه خپل تعلقاتو کې نوی پیل وکړي. "دواړو لورو په ټینګار سره وویل، باید په تېر کې بند پاتې نشو او اوسنیو شرایطو ته په کتو جدي اړتیا ده چې راتلونکي ته فکر وکړو او د هوسا راتلونکي لپاره په جدي ډول کار وکړو،" د ارگ بیان وویل.

See all News Updates of the Day

ملاله یوسفزۍ: د اسرایلي حکومت د نړیوالو قوانینو سرغړونې او جنګي‌ جرمونه مې غندلي او غندم به یې

د سولې لپاره د نوبل د نړیوالې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له هېلري کلنټن سره پر خپل ګډ هنري‌ کار د خلکو له نیوکو وروسته سپیناوی کړی او ویلي یې دي چې د غزې د خلکو ملاتړ او د اسرایلو د اقداماتو غندنې ته به دوام ورکوي.

ملالې د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ایکس او انسټاګرام په یوه بیان کې ویلي، دا غواړي چې خلک د غزې د خلکو لپاره د دې پر ملاتړ د شکونو ښکار نه شي ځکه چې وایي دا پر خپل دریځ ولاړه ده.

ملاله وایي‌ له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په غزه کې د فلسطینیانو خلاف بې رحمه ظلمونه روان دي او تېره اوونۍ چې د غزې په النصر او الشفا روغتونونو کې اجتماعي قبرونه وموندل شول دا زښته زیاته زړه بوږنوونکې پېښه ده:

"د اسرایلي حکومت د نړیوالو قوانینو سرغړونې او جنګي‌ جرمونه مې غندلي او غندم به یې او زه د هغو هڅو ستاینه کوم چې د [اسرایل] د حساب ورکولو پرېکړه یې کړې".

که څه هم هېلري کلینټن د تېر کال په نومبر کې په ښکاره توګه د فلسطیني ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې وه، خو د حماس د ځپلو لپاره یې د پوځي کمپاین ملاتړ کړی او د ډزبندۍ غوښتنې یې رد کړې وې ځکه چې د دې په وینا ډزبندي به حماس نور پیاوړی کړي.

ملالې یوسفزۍ په خپل بیان کې ویلي، په ښکاره او خصوصي توګه به د نړۍ پر مشرانو ږغ کوي چې ډزبندۍ ته غاړه کښېږدي او غزې ته د بیړنیو بشري مرستو د رسولو ډاډ ترلاسه کړي:

"موږ نه غواړو نور مړي، سکولونه په بمونو الوتلي او ماشومان په لوږه کې ووینو، موږ پوهېږو چې بیړنۍ ډزبندي ډېره ضروري ده".

ملاله یوسفزۍ وایي دا به پر بېګناه خلکو د هر ډول تشدد خلاف ولاړه وي چې وایي په هغوی کې بندیان او یرغمل کړي کسان هم شامل دي، وایي "زه د غزې له خلکو سره یم او د هغوی غوښتنې باید واورېدل شي".

پر ملالې یوسفزۍ نیوکې ولې کیږي؟

ملالې د اسرایل او حماس تر منځ په غزه کې د روانې جګړې په اړه خپل سپیناوی ځکه کړی چې پر ټولنیزو رسنیو له څو ورځو راهیسې پر هغې له دې کبله نیوکې روانې دي چې له هېلري کلینټن سره ګډ هنري کار کړی دی.

ملالې یوسفزۍ د امریکې د بهرنیو چارو له مخکینۍ وزیرې هېلري کلینټن سره د «سفس» په نوم د موسیقۍ پر یوه براډوې پروګرام باندې کار کوي چې د اپرېل پر 18مه په نیویارک کې لومړی ځل نندارې ته وړاندې شوې.

د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د موسیقۍ په دې پروګرام «سفس» کې په شلمه پېړۍ کې په امریکا کې د ووټ یا رایې د حق لپاره د ږغ پورته کوونکو امریکایي ښځو مبارزه ښکاره کړی شوې ده.

د یادونې وړ ده چې هېلري کلینټن د مخکیني صدر بارک اوباما د واکمنۍ په مهال د امریکې د بهرنیو چارو وزیره وه، چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې پر وسلوالو طالبانو د ډرون بریدونو د اقداماتو مشري یې کوله.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

نوی تحقیق ښیي د پاکستان  6.6 فیصدي ابادي د کرپټو کرنسۍ روزګار کې خپلې پیسې مصرفوي

د يو نوي تحقيق ترمخه د کرپټو کرنسۍ په ولسي کچه د خپلولو او دوستانه ماحول دپاره پاکستان د نړۍ د سر لسو هېوادونو کې شمير دی او د ملک 6.6 فيصده ابادي په کرپټو ايکسچينجونو کې د ټوکنو، کرنسیو او کواينز يعني د سيکو جمع واري لري۔

د کرپټو کېسينوز نومي ادارې ماهرينو د خپلې څيړني دپاره استعمال شوؤ اعشاريو کې د ولس لخوا په کرپټو کرنسیو کې پانګونه، د بيټکواين په مايننګ مصرف، د کرپټو ايکسچينجونو استعمال او په انټرنيټ د کرپټو کرنسۍ په هکله د مالوماتو لټون کړی دی.

څيړونکي وایي د کرپټو کېسينوز لخوا کارول شوي دا ټولي اعشاريې يواځي ولسي راکړه ورکړه ښیي او د پاکستان حکومت لا هم د کرپټو کاروبار ته قانوني بڼه نه ده ورکړې۔

د کرپټو کرنسۍ ماهر پروفېسر ساجد اقبال داويزی ددې تحقیق په اړه وي او اې ډیوه ته وایي، "کومه خبره چې دلته نه ده شوې او هغه ډېره ضروره ده هغه دا ده چې د کرپټو کرنسۍ سره اړوند خلک ځانونه څومره محفوظ محسوسوي چې هغوي د کرپټو کاروبار کوي نو زما په خيال دا ډيره ضروري اشاريه وه چې دا يې په پام کې نه ده نیولې".

د پروفیسر داویزي په خېره "که مونږ دغه اعشاره هم په پام کې واخلو نو زما نه دي خيال چې زمونږ ملک به په هغه هېوادونو کې راشي کوم چې کرپټو فرئينډلي (کرپټو خوښوونکي) دي".

په کال 2018م کې د پاکستان سټيټ بینک د مالياتي لين دين د څارني ادارو او هم ولس ته د کرپټو کرنسۍ د کاروبار په هکله يو خبرداری ورکړی ؤ او ټولي مالياتي ادااري يې د ورچول یا انلاین کرنسۍ، کاينز يعني سيکو او ټز د ټوکنو د لين دين نه منعې کړي وؤ۔

ماهرينو هغه وخت دا ګڼل چې دولتي بینک دا خبرداری د ايف ای ټي ايف په سپارښتنه د مني لانډرنګ د مخنیوي دپاره ورکړي و۔

رپورټونه وایي د پوهنتونونو د زده کوونکو نه واخله تر زاړه عمر سړو او ښځو پورې په معاشي ونډه کې بي برخې ټولګيو د دي غير رواياتي او غير مرکزي کرنسۍ د لين دين نه ګټه اخستي ده۔

د کرپټو کرنسۍ یو کار پوهه ثناء الله خان وایي د کرپټو کرنسۍ له لارې مېرمنې د کورونو دننه هم ګټه وټه ترلاسه کولی شي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي ‘‘دا کرپټو داسې فيلډ چې ستاسو نظر کار کوي، د ګوتو سرونه کار کوي او موبايل فون درسره وي تاسو ډير په اسانه سره کاروبار کولي شئ"

د هغه په وینا "دې کې د عمر هډو څه حد نشته، نه په دي کې څه جسماني طاقت پکار وي ، دغه زمونږ پښتنې خويندي ميندي چې دي ،دوي هم د کرپټو د لارې په کور کې په ناسته بغير د څه مسلي خپل کور کې ګټه کولی شي، پيسي ګټلی شي خپل ژوند جوړولی شي، مطلب د کور نه د وتلو که اجازه ورته هم نه وي خو هغه اساني دوي ته وي‘‘

خو د کرنسۍ ددې غير مرکزي کاروبار خپلي ګټي او خپلې خطرې دي ،د کال 2022م په سر کې د پاکستان تحقيقاتي اداري ايف آي ای ملکي وګړو ته په کرپټو کرنسۍ کې د 17.7 بلينه روپو د ټګۍ پلټني پيل کړې وې .

هم په دغه کال کې پاکستاني وګړو د کرپټو کرنسۍ کاروبار کوونکي ايف ټي ايکس ايکسچينج د ديواليه کيدو او ورکيدو سره د بيلينونو روپو ورته کرپټو کرنسۍ ټوکني او سيکي د لاسه ورکړې وې۔

ساجد اقبال داويزی وایي، ددې کرنسۍ له لارې ډيرو خلکو ښې ډيرې پیسې وګټلې خو ډیرو ډیرو پکې بیا بایلات هم کړی دی.

‘‘ډير داسي خلک دي په ټوله نړۍ کې چې تاسو وګورئ هغوي پرې ځانونه میلیونران کړل، ددې ګټه هم ډيره زياته کیدای شي او تاوان ېې هم ډېر زيات کيدای شي، ډير خلک داسې وو چې هغه يې د شته پيسونه خلاص کړل"

ساجد اقبال دویزی وایي "که څوک هم فقط په کرنسۍ کې کاروبار کول غواړي نو هغه په دې څيزونو ځان پوهه کوي چې عمومي خطر یا ريسک څومره فيصده وي او بيا ځانګړې ګټي او خطرونه يې څومره دي تر څو پورې چې يو کس ځان په دې خبرو نه وي پوهه کړی نو زما خيال دی چې دا د يو تن دپاره د تاوان خبره ده‘‘

د کرپټو کسينوز د تحقيقاتي رپورټ ترمخه د کرپټو کرنسۍ دپاره نورو ښېرازه ملکونو کې ارجنټاين۔ امريکا، کولمبيا، يوکرين، متحده عرب امارات، ويتنام، ترکيه، کينډا، او سنګاپور سره سم پاکستان راځي۔

رپورټ وایي پاکستان کې 15.8 ملينه خلک په کرپټو ايکسچينجونو کې اکاونټونه، کرنسي ټوکنې او سيکې لري۔

اسلام اباد کې په موټروې پولیسو ګاډی ورخېژوونکې ښځه نیول شوې او عدالت جېل ته لېږلې

په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلې هغه ښځه پولیسو نیولې اؤ عدالت جیل ته لېږلې چې اسلام اباد کې یې د موټروې په یو پولیس عسکر ګاډی ورخېژولی ؤ اؤ د پولیسو له ولکې تښتېدلې وه.

په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلې ویډيو کې لیدل کیږي چې د اسلام اباد په موټروې ټول پلازه په موټر کې ناستې یوې ښځې نه پولیس د شناختي کارډ اؤ لایسنس ښودلو غوښتنه کوي اؤ بیا د پولیسو اؤ دغه ښځې تر منځ خبرې په تکرار بدلیږي.

دغه ښځه اخر په غصه کې د ګاډي مخته ولاړ پولیسو ته دوه ځله وایي چې د ګاډي له مخې یې لرې شي خو چې هغه لرې نه شي دا د پولیسو د ولکې نه وتلو لپاره خپل ګاډي د پولیسو په هغه عسکر ورخیژوي اؤ په تېښته بریالۍ کیږي.

دغه ویډیو د زرګونو په شمیر فعالینو په ټولنیزو رسنیو یو بل سره شریکه کړې ده اؤ د یادې ښځې سلوک یې غندلی دی.

د سوشل میډیا زیاتره صارفینو لیکلي چې دغه ښځې ته انساني‌ ژوند هیڅ ارزښت نه لري اؤ ددې په دې عمل د یو انسان ژوند ختمیدای شو.

د موټروې پولیسو ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې دا پېښه سږکال د جنورۍ په وړومبۍ نېټه مخې ته راغلې وه اؤ له هغې وروسته ددغه ښځې خلاف د پېنډۍ په نصیراباد تاڼه کې مقدمه درج کړل شوې وه.

ویاند ویلي چې د قانون ماتوونکو سره به هیڅ قسم نرمي نه کیږي اؤ په ضد به یې د قانون له مخې ګامونه پورته کولی شي

په دغه پېښه کې د یادې مېرمنې د ګاډي لاندې راغلي ژوبل پولیس عسکر په درج ایف آي ار کې ویلي چې یادې مېرمنې د رفتار د ټاکل شوي قانوني حد نه په زیات سپیډ کې موټر چلولو اؤ چې کله پولیسو هغه ودروله اؤ کاغذونه یې ترې وغوښتل نو دغې ښځې ورته بدې ردې وویلي.

دغه پولیس عسکر ویلي چې یادې مېرمنې د پولیسو نه د تښتېدلو په خاطر په هغه ګاډی ورخېژولی چې له امله یې دی زخمي شوی دی.

په سوشل میډيا د یادې ویډيو مخې ته له راتلو وروسته د پېنډۍ پولیسو تېره ورځ ددغه مېرمنې پېژندګلو د فرح په نوم کړې وه اؤ هغه یې نیولې وه.

پولیسو د فرح نومې دغه مېرمنې ګاډی هم پخپله ولکه کې اخستی دی.

د پېنډۍ پولیسو نن د ځایي محکمې د مجسټریټ ممتاز هنجرا عدالت ته دغه مېرمن وړاندې کړې ده اؤ پاکستاني‌ رسنۍ وایي چې پولیسو د عدالت نه ددغه مېرمنې د پینځوؤ ورځو جسماني ریمانډر غوښتی ؤ خو د یادې ښځې وکیل د ریمانډ د خواست مخالفت کړی اؤ عدالت ته یې ویلي چې په اییني توګه د یوې ښځې بدني ریمانډ نه شي ورکړل کیدای.

د وکیلانو له دلیلونو اوریدلو وروسته د فرح په نوم دا مېرمنه عدالت د څوارلسو ورځو په قضایي ریمانډ زندان ته لیږلې ده اؤ ویلي یې دي چې په جیل کې د ښځېنه پولیسو اؤ جیل افسر په موجودیت کې پولیس ددغه مېرمنې نه پلټنې کولی شي.

پولیسو د فرح په نوم دا ښځه په سختو امنیتي تدابېرو کې عدالت ته راوستې وه.

د پاکستان حکومت جبري بې درکیو کې د ادارو رول مني خو څېړونکي وایي حکومتونه د ادارو خلاف د اقدام توان نه لري

د پاکستان د قانون مرکزي وزير، اعظم نذیر تارړ ویلي چي په جبري توګه د لا درکه تنانو په معامله کې د حکومتي ادارو د مداخلت تور نه شي رد کېدی ولې په دې اړه تر اوسه کوم پاخه او ښکاره شواهد مخې ته نه دي راغلي.

د قانون د مرکزى وزیر په دې څرګندونه سياستوال، قانون پوهان او د لا درکه تنانو د حقونو مبارزين بېلا بېل دريځونه لري او وايي ددې ستونزې په هواري کې حکومتونه د سياسي عزم د نشتوالي سره مخ دي.

د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ اسلام اباد کې د اطلاعاتو مرکزي وزير عطاالله تارړ سره ګډ خبري کانفرانس ته د وینا په مهال د قانون وزير ښاغلي اعظم نذير تارړ په جبري توګه د لا درکه تنانو په معامله خبرو کې ویلي چي ددې ستونزې په هواري کې د حکومت لخوا هېڅ سستي نشته او حکومت ته په دې اړه د خپلو ذمه واريو پوره احساس دی.

د نوموړي وېنا وه چې د لا درکه تنانو معامله په کال 2011 کې راپورته شوې وه او د حکومت لخوا کمېشن هم جوړ کړې شوې وو چې دغه کمیشن نزدې په 10200 کېسونو کې 8000 کېسونه حل کړي دي خو وایي اوس هم په 23 فيصده کېسونو کار پاتې دی.

د قانون وزیر وویل د دواړو خواوو لخوا په دې معامله کې څه نا څه مساېل شته او په دې کې د حکومتي ادارو مداخلت يکسر نه شي رد کېدې ولې په دې لړ کې مستند او واضح شواهد مخې ته نه دي راغلي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر ښاغلی شعیب شاهین پوښتنه کوي چې که د رياستي ادارو کردار نه شي رد کېدای نو بيا د قانون وزیر د هغوي خلاف څه کاروايي کړې ده؟

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي شاهین وویل څوک چې په دې جبري بې درکیو کې ککړ دي ولې حکومت د هغوي خلاف ګام نه پورته کوي، څوک چې په دې ککړ دي هغوي مجرم ولې نه ګرځول کېږي" او که ته دا نه شې کولې نو استعفا ورکړه او که ګام نه اخلې نو بيا ته ګوډاګې يې"

په پاکستان کې د لا درکه بلوڅانو ،پښتو او د بشري حقونو مبارزين د جبري لا درکيو تور اکثر د پوځ په استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

د امرېکې د بهرنیو چارو د وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د حالت په هکله تازه رپورټ کې هم د پاکستان دننه د جبري لا درکيو د ستونزې یادونه شوې او ویل شوي چې په هېواد کې د خلکو د تښتولو او جبري لا درکیو پېښې زیاتې شوي دي.

رپورټ وایي د استخباراتي ادارو، پولیسو او امنیتي ځواکونو ځينو چارواکو په ممکنه توګه خلک نيولي او د هغوي د ځاې ښکاره کولو يې انکار کړی دی.

وايي د لا درکه خلکو لپاره په اګست کې د حکومتي کمېشن د رپورټ له مخې د کال 2011م څخه تر اوسه کمېشن ته د رپورټ شوو 9،967 لادرکه کسانو په مقدمو کې د 7،714 کسانو مقدمې حل شوي او د 2،253 کسانو مقدمې لا روانې دي.

د لا درکه تنانو وکيل کرنل رېټاېرډ انعام الرحيم ډیوه ته وایي،د امریکا په رپورټ کې د اسلام اباد هاي کورټ د پخواني چيف جسٹس اطهر من الله د ارډر حواله هم په ورکړې شوې ده، چې پکې هغه ویلي وو چې د پخواني پوځي امر پروېز مشرف په واکمنۍ کې دا رياستي پاليسي وه چې خلک دې په جبري توګه لا درکه کړی شي او مشر جج ویلي وو باید چې اوس دا پالیسي ختمه شي.

د لا درکه بلوڅانو د حقونو تنظیم وايس فار مسنګ بلوچ پرسنز مرستيال مشر قدير بلوڅ وايي د جبري لا درکيو د ستونزې هواری د سياسي حکومتونو د وس کار نه دې.

‌ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "ددې مسلې حل يوازې د پوځ او آي اېس آي د مشر سره دی او د لا درکه تنانو حکومتي کمېشن هم غېر فعال دې او دغه کمېشن په خپل کار کې پاتې راغلې دې"

د لا درکه تنانو لپاره جوړ حکومتي کمېشن په دې وروستیو کې سپريم کورټ ته وړاندې کړي خپل رپورټ کې ويلي چې د تېر مارچ میاشت کې نور 18 کسان په جبري توګه لا درکه شوي دي او د ورکو کسانو 2،303 مقدمې په بېلابېلو عدالتونو کې د ځنډ ښکار دي.

د قبایلي ضلعو پولیس په وسلو او نورو اسانتیاوو کې د صوبې د نورو برخو له پولیسو شاته پاتې دي

په خېبر پښتونخوا صوبه کې د پخوانیو قبايلي ضلعو له ورګډيدو وروسته اوس هم په قبایلي ضلعو کې ډېرې سیمې داسې دي چې پوليس سټېشنونه یا تاڼې پکې نه دي جوړې شوې.

څيړونکي وايي پوليس په کمزورې وسله او لږو وسايلو کې د وسله والو مقابله په ګرانه کوي۔

د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي د پوليسو د پاره يې نوي فنډونه منظور کړي دي۔

د قبايلي ضلعې مومند په يکه غونډ تحصيل کې د تاڼې جوړولو د پاره ځای خوښ کړی شوی دی خو لا هم پرې کار نه دی شروع شوی.

د يکه 63 زره ابادۍ د پاره لا يو نوی پوليس سټېشن هم نه دی جوړ کړی شوی، پوليس وايي اکثره د پخواني خاصه دارو د پاره جوړو ودانیو کې يې پوليس سټېشنۍ جوړ کړي او هر يو پوليس سټېشن اکثره يو پوليس موبايل لري او د نورو اسانتياو نه هم محرومه دي۔

ځايې خبريال ګل حسین وایي، د قبایلي ضلعو پولیسو ته لا هم د پوليس وسله نه ده ورکړل شوې، دا د هغه وخت وسله ده چې ليويز او خاصه دارو سره وه، هغه اوس دوي ته ورکړل شوې ده.

ډیوه سره خبرو کې ګل حسین وویل" دوي ته یوازې نوم د پوليس ورکړل شوې دې، او يو دوه ګاډي ورته ورکړل شوي دي، نور ورته خاص څه سهولت نه دې ورکړل شوی لکه څنګه چې د نورو علاقو پوليسو ته ورکړل شوې دې"

په کال2018م کې د قبايلي ضلعو په خېبر پښتونخوا کې له ورګډېدو وروسته د مومند پينځه نيم لکه ابادۍ د پاره په اوو تحصيلونو کې تر اوسه درې نوې پوليس سټېشنې جوړې کړې شوې دي.

پوليس وايي دې تاڼو کې د پوليس موبايلو کمی دی، او په وسله کې ورسره زياتره کلاشنکوفې دي.

تېر صوبايي حکومت ويلي وو په قبايلي ضلعو کې به پينځه ويشت پوليس تاڼې جوړوي او پوليسو ته به تربيه او عصري وسله ورکوي۔

څيړونکي وايي د قبایلي ضلعو پوليسو سره د وسله والو مقابله کې وسله کمزورې ده او هغه هومره فنډونه نه ورکړل کيږې څومره چې د دې سيمي پوليسو ته د وسله والو د مقابلې د پاره ضرورت دی ځکه پوليس د وسله والو اسان هدف ګرځېدلی او د روزانه په حساب پرې بريدونه کيږي.

روان کال د جنورۍ په مياشت کې په باجوړ کې په پوليسو بمي چاودنه کې اته پوليس اهکار وژل شوي وو۔

پخوانې اېډېشنل ايي جي پوليس رحمت محسود وایي،"يو دوي سره ايکويپمنټ سم نه دي، او بل زه بيا بيا دا وايم چې دوي ته يو ښه تربيت پکار دی"

په نزدې وختونو کې په قبايلي ضلعو او د خېبر پښتونخوا نورو برخو کې وسله والو په پوليسو باندې بريدونه زياتره د سړک دغاړې خښو بمونو او د شپې ليدونکو شيشناکو ټوپکو( نائټ ويژن) له لارې کړې دي۔

د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي د قبايلي ضلعو پوليسو د پاره يې د امنيت ټينګ ساتلو او نوؤ وسلو اخستو او نورو ضرورتونو پوره کولو د پاره اووه اربه روپۍ منظورې کړې دي۔

د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر محمد علي سېف ډیوه ته وایي صوبایي حکومت د پولیسو توان لوړولو ته سنجیده دی.

ډیوه سره خبرو کې د هغه وینا وه"زه دا ګڼم چې مونږ ښه پوره سنجيده يو، او د پوليس مضبوطولو دپاره زاړه لېويز اهلکار پوليس کې شامل کړی شوي، لېويز ډير اوس پوليس کې راغلي دي، او د هغوي استعداد لوړولو د پاره دې منصوبه بندۍ کې پروګرامونه شامل دي"

د خېبر پښتونخوا د پېښور او باجوړ پوليسو په تېرو وختونو کې احتجاجونه هم کړي چې دوي پرله پسې د بريدونو ښکار کيږي، او د وسله والو مقابله کې هغسې عصري وسلې نه لري۔

د خېبر پښتونخوا پوليسو ويلي دوي د صوبې د نا ارامه سيمو پوليسو ته د شپې ليدونکې شيشناکې ټوپکې، بکتر بند ګاډي او نوري عصري وسلې ورکړې دي خو څيړونکي وايي چې د قبايلي ضلعو پوليس د ملک نورو برخو د پوليسو نه په اسانتياو کې ډير وروسته پاتې دي۔

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG