لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اشرف غني او وزیراعظم عمران خان په افغانستان د اوربند په موضوع خبرې کړي


افغان صدر اشرف غني تېر کال د پاکستان سفر کړی و. په دې تصویر کې هغه او عمران خان د ملاقات په مهال لیدل کیږي
افغان صدر اشرف غني تېر کال د پاکستان سفر کړی و. په دې تصویر کې هغه او عمران خان د ملاقات په مهال لیدل کیږي

د افغانستان صدر اشرف غني او وزیراعظم عمران خان په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکرتو د شروع کېدو او په افغانستان د اوربند په موضوع خبرې وکړې او د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته خپله وېنا کې عمران خان وویل افغانان د مذاکراتو میز ته په راوستلو کې پاکستان د خپلې برخې ‌ذمه واري پوره کړه اوس دې افغان مشرانو د دې موقعې نه ګټه پورته کړي او په افغانستان کې دې امن راولي.

عمران خان سره د افغان صدر اشرف غني د خبرو په اړه ارګ یا د افغان صدر په وېب پاڼه ووېل شو چې دواړو مشرنو د ټېلې فون د لارې " د دواړو هيوادونو د اړيکو، سولې پروسې او په افغانستان کې د اوربند ټينګښت په اړه خبرې وکړې. "

د بیان ترمخه ؛په دې ټلیفوني مکالمه کې جمهور رئیس غني د اوربند په ټينګښت ټينګار وکړ او د پاکستان لومړي وزير ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه.د پاکستان لومړي وزير عمران خان وويل، موږ په افغانستان کې د اوربند ټينګښت بشپړ ملاتړ کوو او د جمهور رئيس له بلنې څخه په مننې يې زياته کړه، په نږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي."

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډې ته خپل ریکارډ شوي تقریر کې عمران خان وویل پاکستان د هغه عمل په مکمله توګه مرسته کړې وه چې په نتیجه کې یې امریکا او طالبان د امن معاهدې ته ورسېدل او بېن الافغان مذاکرات شروع شول. "پاکستان ژور اطمینان لري چې د خپلې برخې ‌ذمه واري یې پوره کړه."

د ملګرو ملتونو غونډې ته د عمران خان ته تقریر متن د هغه دفتر خپور کړو.

عمران خان وویل د سپټمبر په ۱۲ په قطر کې شروع شویو بېن افغان خبرو دلا رې دې افغانان د پراخ بنسټه او جامع سیاسي حل ترلاسه کړي. هغه زیاته کړه پکار ده دا بهیر بغیر د څه بهرني مداخلت او اثر نه د افغانانو په مشرۍ او ملکیت کې ترسره شي.

عمران خان خبرداری وکړو چې په افغانستان کې دننه او بهر داسې عناصر شته چې د افغانستان د امن دا بهیر زیانمن کوول غواړي خو پکار نه ده چې دوی ته کامیابېدو اجازت ورکړی شي.

د افغان صدر سره د عمران خان په ټېلې فون د خبرو په اړه د وزیراعظم دفتر په یو بیان کې وویل چې صدر اشرف غني او عمران خان په قطر کې د پېل شویو بېن الافغان مذاکراتو او په افغانستان کې د سولې په موضع خبرې وکړې.

د بیان ترمخه عمران نه یوازې د بېن الافغان مذاکراتو ملاتړ تکرارکړو بلکې په دې خبره یې هم زور واچوولو په افغانستان کې تشدد د کموولو او ډزبندۍ دپاره دې هم هلې ځلې وشي.

د بیان ترمخه د افغانستان د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله به اینده میاشت د پاکستان دوره کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG