لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

داعش او پاکستانۍ ترهگره ډله لشکر اسلام په افغانستان کښې په جگړه بوخت دي


Since the ISIS occupation, Raqqa, Syria, has been cut off from the world.

په افغانستان کې د پاکستانۍ ترهګرې ډلې لشکرِاسلام او داعش وسلوالو تر منځ خپلمنځي جګړه روانه وه، چې امریکايي بې پایلټه الوتکې د یوې ډلې پر مرکز ډرون برید کړی او تر دوه درځنه زیات وسلوال یې وژلي دي.

د ننګرهار ولایت امنیه قومندان حضرت حسېن مشرقیوال وايي، د فبرورۍ له ۴مې په اچین وسلوالۍ کې د وسلوالو په ضد عملیاتو کېدل، چې وایي د مومنددرې په سیمه کې یې په هوايي بریدونو کې د داعش ډلې ٢٥ وسلوال و وژل.

ښاغلی مشرقیوال وایي د پاکستانیو وسلوالو ډلو تر منځ په خپلمنځي جګړه کې د داعش ډلې نور شپږ او د لشکرِ اسلام درې ترهګر وژل شوي دي او همدارنګه د دواړو ډلو اووه تنه ټپیان شوي هم دي.

لشکرِ اسلام د پاکستاني وسلوالو یوه ډله ده، چې د اسلام اباد تر واک لاندې خېبرانجنسۍ قبايلي سیمه کې زیات اغېز او فعالیت لري او په ضد یې پاکستاني ځواکونو څو واره پوځي عملیات هم کړي دي.

پاکستاني چارواکي دعوه کوي چې د منګل باغ په مشرۍ دغه ډله اوس په خېبرایجنسۍ کې نه شته او د ډلې وسلوال تر پولې پورې غاړه افغانستان ته اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG