لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مکه مکرمه کې اسلامي علمآ: د افغانستان جنګ دې بند شي


د پاکستان او افغانستان اسلامي علماوو د زیارت/پنجشنبې په ورځ د سعودي عرب په مکه مکرمه ښار کې د سولې اعلامیه لاسلیک کړه. دا اعلامیه پس له هغه لاسلیک شوه چې مسجد الحرام ته نږدې، اسلامي کنفرانس ختم شو او په کې د افغانستان د جګړې د ختمېدو غوښتنه وشوه.

د سعودي مطبوعاتو ترمخه، یاد کنفرانس د رابطه العالم الاسلامي تنظیم او د سعودي عرب په ملاتړ جوړ شوی و، او په هغه کې د افغانستان او پاکستان اسلامي عالمان رابلل شوي و چې د افغانانو ترمنځ د روغې جوړې لاره په ګډه هواره کړي.

په لاسلیک شوې مشترکه اعلامیه کې د افغانستان جګړې ښکېلو اړخونو ترمنځ روغه جوړه او ټولو سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، او نورو متعلقه مسایلو په حل کولو سره د جنګ اړخونه یو مشترک هدف ته رسول پېشنهاد شوي دي.

په هغه کنفرانس کې چې د اسلامي عالمانو په ګډون مکه مکرمه کې جوړ شوی و، د سعودي عرب، پاکستان، او افغانستان دیني عالمانو، په افغانستان کې د جګړې او وینې توېدو بندېدل وغوښتل، او په جنګ کې د ښکېلو اړخونو یې وغوښتل چې سره سوله وکړي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي چې د افغانستان د دیني عالمانو مشري یې کوله، وویل: «چاودنې او خودکشه حملې چې زمونږ په ملک کې ماشومان او عالمان و نور وژني، نورې ختمې کړو. زمونږ مخالف اړخ، زمونږ وروڼه دي. مونږ د هغو په شان نه یو، هغو ته کافران نه وایو، مونږ هم مبارکه کلېمه وایو، او هغوی یې هم وایي. په افغانستان کې مسلمانان په مسجدونو کې وژل کیږي، زمونږ په یونیورسټیانو او هسپتالونو بریدونه کیږي. زه له دې ځایه، د خدای د کور له څنګه، غږ کوم چې دا قتلونه دې نور بند کړي.»

بل اړخ ته د پاکستان دیني عالمانو چې مشري یې د مذهبي چارو وفاقي وزیر نور الحق قادري کوله، وویل چې په افغانستان کې امن، د پاکستان او منطقې د استحکام په معنا دی او هغوی به د افغانستان د جګړې ختمولو دپاره همکاري وکړي.

بل اړخ ته په سعودي عرب کې د پاکستان سفیر بلال اکبر هم په دې کنفرانس کې خبرې وکړې او ویې ویل چې پاکستان د افغان امن پروسې په برخه کې سنجیده عمل کوي. هغه زیاته کړه: «موږ د جغرافيې پر بنسټ نه بلکې په تاریخي او فرهنګي لحاظ وروڼه یو، موږ باور لرو چې په افغانستان کې سوله، په پاکستان کې د ثبات په معنا ده. پاکستان هغه هېواد دی چې په افغانستان کې تر بل هر هېواد په سوله او ثبات خوشالېږي.»

په دې کنفرانس کې ځینو نورو ویناوالو، په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او ټینګار یې وکړ چې له افغانستانه د خارجي قواوو په وتلو سره، نور د جنګ د دوام دپاره هېڅ بهانه نه پاته کیږي.

یاده دې وي چې په افغانستان کې جنګ او تشدد زور اخیستی او په دې وروستیو کې طالبانو یو شمېر سیمو باندې هم قبضې لګولي دي. که څه هم نړېوال او افغان حکومت له طالبانو څو څو ځله غوښتي چې ډزبندي دې وکړي او د سولې خبرې دې وکړي، مګر طالبانو یوازې له امریکا او نېټو عسکرو سره د ډزبندۍ تړون کړی او په افغان عسکرو باندې یې حملې سېوا کړي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت هم هره ورځ وایي چې په بېلابېلو سیمو کې لسګونه او یا سلګونه طالبان یې وژلي دي. که څه هم د دواړو اړخونو د مړو او زخمیانو کره شمېره نه څرګندیږي، مګر د تشدد پراخو پېښو ته په کتلو سره ویل کیدی شي چې دواړو اړخونو ته هره ورځ د سر درانه زیانونه رسیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG