لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان وایي آی اېس آی په پاکستان کې له افغان سفیر سره ناوړه چلند کړی دی


په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل د پاکستان د پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره د لیدنې پر مهال (جون، ٢٠١٩)

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سفارتي کچه د تعلقاتو د خړ پړېدو په لړ کې، کابل نن د گل/دوشنبې په ورځ پر پاکستان تور ولگاوه چې گني د پاکستان استخباراتي ادارې، آی اېس آی، په اسلام آباد کې افغان سفیر عاطف مشعل ورغوښتی او ورسره یې "ناوړه چلند" کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په دې اړه یو بیان جاري کړی او په کې یې ویلي چې په اسلام آباد کې د آی اېس آی لخوا افغان سفیر سره د ناوړه چلند له امله، کابل "خپل کلک اعتراض او اندیښنې" څرگندوي او د پاکستان دا کار، د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف ورزي گڼي.

تر دې وړاندې، پاکستان په افغانستان کې د خپلو ډیپلوماتانو د خوندیتوب په هکله اندېښنې ښودلې وې او ویلي یې و چې ډیپلوماتان یې ځورول شوي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغان حکومت به د پاکستان دا دعوه په سنجیده توگه وڅېړي. کابل همدا راز ډاډ ورکړی چې د پاکستان او نورو هېوادونو د سفارتکارانو د خوندیتوب دپاره ژمن دی.

په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي د امنیتي ستونزو له امله یې په دې هیواد کې د سفارت اړوند د ویزې ورکولو اداره تړلې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد وايي د پاکستان حکومت لخوا په رسمي توګه له دوی سره د سفارت اړوند د ویزې ورکولو د څانګې د تړلو موضوع نه ده شریکه شوې.

په کابل کې د پاکستان سفارت
په کابل کې د پاکستان سفارت

ګران هیواد له ډيوې سره په خبرو کې وویل دوی هم د سفارت لخوا د خپاره شوي بیان او همداراز په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا خبرشوي دي.

نوموړي زیاته کړه مخکې له دې چې سفارت د تړل کیدو په تړاو اقدام وشي باید د ډیپلوماتیکو اړیکو د لارې د افغانستان خارجه وزارت سره دا موضوع شریکه شوې وای.

ښاغلي گران هېواد وویل : "زمونږتمه دا ده چې باید د ډیپلوماتیکو چینلو څخه دا موضوع مطرح شي تر څو اساسي د حل لار ورته پیدا شي مخکې له دې چې عامه اذهان او د ولسونو ترمنځ په اړیکو باندې منفي اغیز وکړي."

هیواد وايي د پاکستان سفارت د امنیتي اندیښنو د هواري لپاره له اړندو ادارو سره اړیکه نیول شوې ترڅو د ستونزې د هواري لپاره دا موضوع وڅیړي.

هغه وايي مونږ د وزارت خارجې نه له اړوند امنیتي بنسټونو سره تماس نیولی دی او غوښتنه مو ترې کړې چې موضوع وڅیړي او د حل لار ورته پیدا کړي او دوی تشویشونه رفع کړي.

دا په داسې حال ده چې په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه بیان کې ویلي چې نن یې له دې امله د سفارت اړوند د ویزې ورکولو د خدماتو څانګه تر نامعلوم وخت پورې تړلې چې ګواکې مامورین یې له امنیتي ګواښ سره مخامخ دي.

د پاکستان خارجه وزارت ویلي د سفارت کارکونکي په تیرو دوو ورځو کې په کابل ښار کې په موټرسایکل سپرو کسانو لخوا ځورول شوي او له امنیتي ګواښ سره مخامخ دي.

د افغانستان یو شمیر اوسیدونکي په کابل کې د پاکستان حکومت لخوا د سفارت د عامه خدماتو د څانګې تړل کیدو په اړه وايي افغانستان اوپاکستان دوه ګاونډي هیوادونه دي او د سفارتونو د تړلو زیان یوازې د دواړو هیوادونو ولسونو ته رسیږي.

ټیکسي چلوونکي راز محمد ډيوې ته ویلي حکومتونه باید خپلې ستونزې د قانوني مراجع د لارې هوارې کړې ترڅو ترمنځ سیاسي اړیکې، تجارت پراختیا پیدا کړي او نه دا چې اغیزمنې شي.

نوموړي وویل: "مونږ خبر شو چې سفارت تړل شوی خو دا ښه کار نه دی که لر دی او که بر، دا ټول ولسونه هره ورځ تګ راتګ کوي تجارت روان دی، ناروغان ځي راځي اوس خو بې سفارته هیڅ کار هم نه کیږي خو که دلته او که په پاکستان کې تړل کیږي مونږ یې د دواړو هیوادونو لخوا د قونسلګریو د تړلو مخالف یو."

دا په داسې حال ده چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې په خیبرپښتونخوا کې افغان حکومت هم خپله قونسلګرۍ تړلې ده او لامل یې په پیښورکې د افغانستان دولت اړوند په جایداد رامنځته شوې دعوه یاده شوې ده.

د دې رپوټ په جوړولو کې حقمل روان له کابله هم برخه اخیستې ده

XS
SM
MD
LG