لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان او پاکستان به د یوبل په پوځي مرکزونو کې رابطه افسران گماري


افغانستان او پاکستان فېصله کړې ده چې د امنیت د ښه کولو لپاره به دواړه هیوادونه د یو بل په پوځي مرکزونو کې "رابطه افسران" پرځای کوي. دا خبره د پاکستان د خارجه دفتر ترجمان کړی ده او ویلي يې دي چې پاکستان افغانستان ته د دواړو هیوادونو ترمنځ په پراخه کچه د مذاکراتو پیل کولو وړاندیز کړی دی خو کابل ورته لا څه رسمي ځواب نه دی ویلی.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان محمد فیصل په اسلام اباد کې د زیارت، پنجنشبې، په ورځ خبري غونډې ته وویل په پوځي مرکزونو کې د رابطه افسرانو د گمارلو خبره د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه کابل ته د سفر په مهال افغان مامورینو سره کړې وه.

د افغان چارواکو او د جنرل باجوه په لیده کاته کې دواړه هیوادونه په دې خبره متفق شول چې د یو بل پوځي مرکزونو کې د رابطه افسرانو ترڅنگ په په ځمکه هم د رابطې مرکزونه قایموي.

د پاکستان د خارجه دفتر ترجمان وویل د دواړو هیوادونو ترمنځ په نورو مدونو کې د تعلقاتو ښه کولو لپاره پاکستان افغانستان ته د مذاکراتو تجویز ورکړی دی خو افغانستان ورته لا څه رسمي ځواب نه دی ویلی.

د اسلام اباد او کابل د خبرو دغه تجویز ته په انگریزۍ ژبه کې د "افغانستان پاکستان ایکشن پلېن فار سالیډی رټي" یا د افغانستان او پاکستان د پیوستون تگلارې نوم ورکړی شوی دی.

ترجمان وویل ددې تگلارې ترمخه پاکستان غواړي چې دواړه هیوادونه د یو بل سره په سیاسي، عسکري، د استخباراتي معلوماتو د شریکولو او د مهاجرینو په اړه "تعمیري او بامعني" مذاکرات وکړي.

ترجمان وویل افغانستان ته دغه تجویز د نومبر د میاشت په ٢٥ مه نیټه ورکړی شوی دی.

د پاکستان د خارجه دفتر ترجمان په وویل په افغانستان کې داعش په قوي کیدو تشویش لري. د افغانستان د بیا رغونې دپاره د امریکې د څارنې ادارې سیگار د رپورټ په حواله محمد فیصل وویل د جنگ ځپلې هیواد په ۴٣ فیصد برخه کې د حکومت عملداري نشته او دا هغه سیمي دې چې وسله وال پکې پټن ځایونه لري.

په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه د خارجه دفتر ترجمان وویل په هیواد کې میشته د رجسټر شوو افغان کډوالو اجازت نامې د ډسمبر د میاشت په ٣١ مه نیټه ختمیږي خو د پاکستان حکومت لا ددغه مېعاد د زیاتولو یا نه زیاتولو فېصله نه ده کړي.

افغانستان او پاکستان د "ډیورنډ لاین" په نوم شا او خوا ٢٦٠٠ کلومیټره اوږد شریک سرحد لري خو دواړه هیوادونه په یو بل د پولې د تحفظ نه کولو تورونه لگوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG