لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان خېبر ضلعې پخوانی وسله وال کمانډر په افغانستان کې داعش خپل نوی مشر ټاکلی


د رپورټ تر مخه د ترهگرې ډلې په مشرقي افغانستان کې د پرله پسې ناکاميو او ځپلو سره مخ کېدل د مشرتابه د بدلولو لامل گرځېدلی
د رپورټ تر مخه د ترهگرې ډلې په مشرقي افغانستان کې د پرله پسې ناکاميو او ځپلو سره مخ کېدل د مشرتابه د بدلولو لامل گرځېدلی

د ملگرو ملتونو په يو تازه رپورټ کې ويل شوي ترهگرې ډلې داعش په افغانستان کې خپله مشربدل کړې او د پاکستان خېبر ضلعې پخوانی وسله وال کمانډر یې خپل نوی مشرټاکلی.

د ملگرو ملتونو رپورټ چې ځینې جزیات یې امریکايي مجلې لانگ وار جرنل کې شائع شوي وايي مولوي ضيا الحق چې د ابو عمر خراساني په نوم شهرت لري د امير يا مشر د څوکۍ نه لرې کړل شوی او په ځای يې مولوي عبدالله چې د مولوي اسلم فاروقي په نوم پېژندل کيږي د ډلې مشر ټاکل شوی دی.

د رپورټ تر مخه د ترهگرې ډلې په مشرقي افغانستان کې د پرله پسې ناکاميو او ځپلو سره مخ کېدل د مشرتابه د بدلولو لامل گرځېدلی.

مولوي اسلم فاروقي د دې نه وړاندې د پاکستان په خیبر ضلع کې د ترهگرو عملياتو مشر و. رپورټ وايي ابو عمر خراساني په ننگرهار کې د تېر کال د خرابې کارکردگۍ او ناکاميو سره مخ و چې په نتيجه کې یې د خپلې عهدې نه لرې کړل شوی.

رپورټ زياتوي دا بدلون هله راوستل شو کله چې د ډلې يو مهم وفد چې د داعش خراسان او داعش عراق او شام تر منځ د پل کار کوي، د دغه سيمې دوره وکړه. په رپورټ کې د بدلون په اړه نور وضاحت نه دی شوی خو ويل کيږي که دا ريښتيا وي نو د دې معنا دا ده چې داعش د عراق او شام نه لرې هم خپل اثر رسوخ لري.

رپورټ يو بل مهم انکشاف کوي او وايي په ننگرهار کې د تاجکستان يو ترهگر سيالی شفييوف عرف معاويه د تاجکانو د يوې ترهگرې ډلې مشري کوي چې د داعش خراسان برخه ده او د غړو شمېر يې ٢٠٠ پورې ښودل کيږي.

د رپورټ تر مخه داعش خراسان ډله نه يواځې په ننگرهار کې زپل شوې بلکې د ډلې دا هڅې چې پکتيا او لوگر ته د ورننوتلو کوښښ يې کړی، هم شنډې کړل شوي دي.

رپورټ وايي داعش خراسان د ننگرهار او کونړ پورې محدود نه دی بلکې په کابل کې هم د ترهگرۍ څانگه لري چې په نزدې وختونو کې يې څو ترهگر بريدونه هم کړي دي او وايي د بغدادي ملگري په هرات، نورستان او لغمان او په شمالي افغانستانکې هم شتون لري.

د داعش خراسان غړو يوه ويډيو هم خوره کړې ده چې پکې دعوه کوي څنگه په ايران، کشمير او پاکستان کې هم فعاله او کوټلی نټ ورک لري. د رپورټ د اندازې له مخه د داعش خراسان په افغانستان کې د غړو شمېر د ٢٥٠٠ نه تر ۴٠٠٠ پورې کېدلی شي.

رپورټ وايي سره د زپل کېدلو دغه ترهگره ډله په مستقيمه توگه د پيسو پيدا کولو د پاره نه يواځې ځايي معدنيات او ځنگلونه خرڅوي بلکې د خلکو نه قلنگونه اخلي او د تاوان اخستلو د پاره د خلکو تښتول هم کوي. رپورټ په دې حېرانتيا ښکاره کړې چې سره د ې جرمونو داعش خراسان لا د نشه ايزه موادو په خرڅ لاس نه دی پورې کړی او وايي د نشه ايزو موادو خرڅ لا يواځې د طالبانو کاروبار دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG