لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان په "سوو افغان استخباراتي چارواکو" ته شناختي کارډونه ویشلي دي


د پاکستان د سنېټ مجلس یو غړی وایي چې د پاکستان د قومي شناخت او تسجیل ادارې یا نادرا، سلگونو افغان استخباراتي چارواکو او د تاجکستان وگړو ته، په لاهور کې شناختي کارډونه جوړ کړي، خو زیاتوي له هغه وخته چې د دغه کسانو نوملړ یا لېست نادرا ته ولیږل شو، هیڅ کوم اصلاحي گام نه دی اخیستل شوی.

د سنېټ د کابینې د سکرټریټ کمیټې چیئرمېن سنیټر طلحه محمود ویلي دي چې د شناختي کارډ د جوړولو قامي ادارې (نادرا)، د افغانستان د خفیه ایجنسۍ چارواکو ته شناختي کارډونه جاري کړي دي، او د دې ترڅنگ، پاکستاني شناختي کارډونه لرونکي بهرنیانو ته، د هند ویزې هم لگېدلي دي.

نن د سنیټ د قایمه کمیټې غونډې نه پس، له خبریالانو سره په خبرو کې د جمعیت العلمآ اسلام ـ ف سره تعلق لرونکي سنیټر طلحه محمود وینا وه چې په سوونو شمېره کې، افغان او تاجک وگړو ته، پاکستاني شناختي کارډونه جاري کړای شوي دي، او تر دې دمه، نادرا دغه شناختي کارډونه تړلي هم نه دي.

کمیټې ته د بریفینگ پر مهال، ده وویل چې له لاهور نه، تاجک وگړو ته ١٥٠ شناختي کارډونه ورکړل شوي دي چې په کې اکثره غیرفعاله کړای شوي دي.

سنیټر طلحه محمود زیاته کړه چې پاکستاني شناختي کارډونه لرونکو غیرملکي وگړو فهرست د آی بي یا انټېلیجنټس بېرو په حواله کړای شوی دی، او دوی د دغې په حوالې سره پلټنې کوي.

د سنېټ قایمه کمیټې، انټلیجنټس بیرو نه غېرملکیانو ته د شناختي کارډونو د ورکولو په اړه، تفصیلي رپوټ غوښتی دی.

د طلحه محمود وینا ده چې له لاهور نه ورکړای شوي شناختي کارډونه ودرول شوي دي، خو دې لړ کې گرفتاریانې لا تر دې دمه نه دي شوي. هغه وویل چې (نادرا) غیرملکیانو ته د شناختي کارډونو د ورکولو عمل ودرولو دپاره، څه گام نه دی پورته کړی.

یاده دې وي چې په پاکستان کې اوس مهال پخپله د همدې هېواد پر زرگونو پښتنو باندې شناختي کارډونه بند دي او نه ورکول کیږي.

بل پلو په کال ٢٠١٧ کې، د پلټنو وفاقي ادارې اېف آی اې، غیرملکیانو ته د قامي شناختي کارډونو د ورکولو په تور کې، د نادرا چارواکو نه علاوه، دوه ایجنټان هم نیولي و.

همدا راز د یادونې وړ ده چې د طالبانو مشر، ملا اختر محمد منصور، څوک چې په امریکایي بې پایلټه برید کې په کال ٢٠١٦ کې په بلوچستان کې وژلی شوی و، هم پاکستاني شناختي کارډ درلود. او دې لړ کې چې کوم شپږ پاکستاني چارواکي گرفتاری کړای شوي و، هغوی وروسته په ضمانت خوشې کړای شول.

XS
SM
MD
LG