لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ناټو جنرال: له افغانستانه د عسکرو وتل، صرف گنگوسې دي


امریکایي جنرال، سکاټ مېلر په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قوماندان دی

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو مشر جنرل سکاټ مېلر وايي له افغانستان نه د امريکايي پوځونو د وتلو خبر صرف ګنګوسې دي. نوموړی وايي دغه ګنګوسې یې په اخبارونو کې لوستلي او تر اوسه ورته په دغه اړه څه رسمي امر ندې ورکړل شوی.

د افغانستان طلوع ټیلی ویژن د ویب پاڼې ترمخه ښاغلي مېلر د ننګرهار له والي سره د ملاقات په وخت باور ورکړی چې که د پوځونو د وتلو حکم ورته هم ورکړل شي نو دوی به د افغانستان د عسکرو سره مرستې جاري ساتي.

ښاغلی مېلر وايي ٫٫افغان عسکرو لپاره به مو مرستې هم دغه شان جاري وي. که څه هم د عسکرو شمیر مو راکمه کړلی شي.٬٬

په رپورټ کې د جنرل مېلر د خلې لیکل شوي چې افغان عسکرو په اړه خبرونه خو ډیر خپریږي خو طالبانو ته هم په جنگ کې ډیر زیات نقصان رسیدلی دی.

جنرل مېلر زیاته کړې:٫٫زما په خیال مهمه خبره دا ده چې د افغانستان د شخړی سیاسي حل پکار دی او دا مسله په جنګ جګړه نه حل کیږي.٬٬

نوموړي زیاته کړه چې ٫٫ دا یې وخت دی چې دا شخړه ختمه شي او د به هغه وخت کیږي چې افغانان دا افغانانو سره خبرو اترو ته کیني.٬٬

جنرل مېلر وايي بهرني ځواکونه په افغانستان کې د امن لپاره راغلي دي او غواړي چې د دغه هیواد قامي مفاد خوندي کړي.

٫٫ مونږ افغانستان ته ځکه راغلي یو چې دلته امن راشي او او ترسه حده پورې په ټول افغانستان کې یو والې راشي او قامي مفاد خوندي کړلې شي.٬٬٬

جنرل مېلر دغه وینا په داسې حال کې کړي چې رائټرز خبري ایجنسې تیره اوونۍ خپل یو رپورټ کې د دوه امریکايي چارواکو د خلې لیکلي وو ٫٫ امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په دی غور کوي چې د افغانستان نه په زیاته شمیره کې پوځونه راوباسي.٬٬

د امریکې دفاع وزارت پدې خبر کومه تبصره نه ده کړې او له وایټ هاوس یا سپینې ماڼۍ څخه هم په دې حقله څه نه دي ویل شوي.

خو دغه چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط رایټرز خبری ایجنسې ته اوویل چې د گڼو بحثونو ورسته صدر ټرمپ غواړي چې د هغو ١۴٠٠٠ امریکایي پوځیانو د ډلې څخه چې په افغانستان کې دي، څو زره یې له هغه هیواده راویستل شي.

یادو چارواکو نور جزییات د دې ویرې نه دي ورکړي چې هسې نه له طالبانو سره د سولې پر روانو خبرو اترو اثر واچوي.

یاده دې وي چې د افغانستان لپاره د امریکا خصوصي استازی زلمې خلیل زاد په مشرې کې امریکايي استازو د طالبانو سره په قطر او ورستو کې عرب اماراتو کې نیغ په نیغه خبری کړي، صدر ټرمپ انتظامیه غواړي چې په افغانستان کې وولس کلنه جګره ختمه شي.

XS
SM
MD
LG