لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سولې عالي شوری: پاکستان د سولې د هڅو په وړاندې خنډ دی


د افغانستان د سولې عالي شوری مشر کریم خلیلي

د افغانستان د سولې عالي شوری وايي د سولې په بهیر کې ځینې هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان لوی خنډ دی.

په ترکیه کې د طالبانو او حکومتي چارواکو ترمنځ د دوه ورځنیو غیر رسمي خبرو څخه وروسته هم د سولې عالي شورا وايي چې لا تر اوسه هم طالبانو په رسمي توګه د سولې د خبرو د پیل په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا سکرتر محمد اکرم خپلواک وویل:

"د سولې د بهیر په وړاندې د خنډونو په کتار کې د ځینو هېوادونو لاس وهنه ده چې په افغانستان کې سوله نه غواړي او په دې برخه کې د پاکستان ښکاره لاس وهنه ښکاري."

خپلواک وویل چې ددې ترڅنګ په نورو خنډونو کې د نشي توکو قاچاقچیان او د ترهګرو شبکو فعالیتونه ګڼل کیږي

ښاغلي خپلواک زیاته کړه له بده مرغه طالبانو لا تر اوسه هم د سولې د خبرو د پیل په اړه رسمي ځواب نه دی ویلی.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړو افغانستان ته د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د ورغلي پلاوي سره په خبرو کې وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې د بهیر د ګړندیتوب لپاره دې سمیزه او نړیوال همکاري پراخه کړي او په پاکستان باندې فشار راوړي چې د سولې په برخه کې رغنده ګامونه پورته کړي.

په رسمي ډول پاکستان وايي د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د مذاکراتو او د افغانستان په مشرۍ او ملکیت کې د سولي د بهیر ملاتړ کوي.

په کال ٢٠١٥ م کې پاکستان د افغان حکومت او د طالب استازو ترمنځ په مستقیم ډول د خپل نوعیت وړمبو خبرو کوربتوب وکړی و. د مذاکراتو دغه بهیر په پاکستان کې د طالبانو مشر ملا عمر د مرگ د خبرونو رامنځته کیدو نه پس وځنډیدو.

په ورته وخت کې افغان حکومت وايي، کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له ورغلي پلاوي سره یې له افغانستان څخه د باندې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اسناد او شواهد شریک کړي دي.

جمهوري ریاست ویلي، ولسمشر غنی د داعش په ګډون د نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو ، روزنې او د هغوی د بهرني ملاتړ په اړه اسناد او شواهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پلاوي سره شریک کړي دي.

په وروستیو شپږو میاشتو کې سولې عالي شورا د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې شاوخوا ۲۸۰ مشورتي غونډې کړې دي.

د سولې شورا غړي باور لري چې دا ډول غونډې یې د سولې د پروسې لپاره ګټورې او له طالبانو سره د رسمي خبرو د پیل لپاره مهمې دي

XS
SM
MD
LG