لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ذرایع: امریکا او طالبان ممکن د عسکرو پر وتلو توافق کړی وي


د افغانستان د سولې له خبرو څخه باخبرې سرچینې وایي چې امریکا او طالبان ممکن له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د وتلو پر یوې منصوبې توافق کړی وي. په بدل کې یې، طالبانو ډاډ ورکړی چې هیڅ عالمي تروریستي ډله به دا اجازه پیدا نه کړي چې په آینده کې د افغانستان له خاوري نه، امریکا او یا بل هر کوم هیواد ته خطر پیښ کړي.

دا هوکړې، په قطر کې د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ د وروستیو شپږ ورځینیو خبرو په پای کې شوې دي.

با خبره ذرایعو د امریکا غږ خبریال، ایازگل ته ویلي چې که هرڅه د پلان له مخې وړاندې ولاړ شي، دوی تمه لري چې دواړه اړخونه د امریکایي عسکرو د وتلو پلان، د گل یا دوشنبې په ورځ اعلان کړي.

د دغسې یو پلان له مخې به طالبان اوربند/ډزبندي کوي، خو دغه دواړه، د عسکرو وتل او ډزبندي، به محدوده او مشروطه وي.

ذرایعو دا احتمال هم رد نکړ چې صدر ډانلډ ټرمپ به ښایي په خپلې کلنۍ وینا یا سټیټ آف دې یونین کې، له طالبانو سره د وروستي توافق جزییات په ډاگه کړي.

مخکې تر دې هم پر خواله رسنیو داسې رپوټونه خپاره شوي و چې گني د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا خاص استازی، زلمی خلیلزاد او طالب استازي به په قطر کې له خپلو شپږ ورځینیو خبرو وروسته یو گډ بیان جاري کوي او توافق به اعلانوي، خو داسې ونه شول.

خلیلزاد کابل ته د ستنیدو پر لار، ټویټر کې ولیکل چې افغانستان ته د مشورو دپاره روان دی او اوس هم یو شمیر مسایل پاته دي چې له طالبانو سره پرې توافق نه دی شوی. مگر دا یې هم وویل چې پر ځینومهمو مسئلو د پام وړ پرمختگ شوی.

ښاغلي خلیلزاد پر یو سراسري اوربند او د افغانانو ترمنځ مذاکراتو باندې ټینگار وکړ.

له هغه وروسته، د امریکې خارجه وزیر، مایک پامپیو هم ټویټ وکړ او ویې لیکل چې امریکا سولې ته د رسیدو په اړه، سنجیدگي لري. هغه زیاته کړه چې امریکا د افغانستان د حاکمیت، خپلواکۍ، او رفاه د پیاوړي کولو نیت لري.

طالبانو هم خپل ځان ته بیان خپور کړ او په کې یې وویل چې له خلیلزاد سره یې مذاکرات، له افغانستان څخه د خارجي قواوو پر وتلو او نورو مهمو موضوعاتو څرخیدل چې پکې پرمختگ وشو.

د پاکستان ځان تحسین کول

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي ويلي چې د امریکا او طالبانو خبرې کیدل د اسلام اباد سفارتي کاميابي ده او د ستاينې حق لري، خو بل پلو بیا امریکايي استازي زلمي خليلزاد د دغو خبرو په راجوړولو د قطر د حکومت مننه کړې ده.

په دوحه کې د طالبانو او د امریکایي پلاوي له وروستۍ لیدنې وروسته، چې په کې د پاکستان استازي هم حاضر و، اوس پاکستان وایي چې د مذاکراتو میز ته د طالبانو د حاضرولو په برخه کې یې د امریکا غوښتنه دا دی پر ځای کړله او پاکستان په دې کې د ستاینې وړ دی.

د پاکستان د خارجه وزارت یو جگپوړي چارواکي وي او اې ته وویل: "د پاکستان کامیابي دا ده چې په اخلاص او پوره ایماندارۍ سره یې له امریکا سره په خپلو تعلقاتو کې وروستی مثبت ماحول او انر‏ژي، په بشپړه توگه د افغان سولې د پراسیس او په ټولیزه توگه د افغانستان په گټه وکاراوه."

خو ځیني بیا وایي چې طالبان له وړاندې لا د امریکا سره نیغ په نیغه خبرو ته لیواله و، مگر له پاکستان څخه دا هیله وه چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کښینوي، خو دا کار تر اوسه نه دی شوی.

بل پلو په پاکستان کې د سیاسي چارو څیړونکی، پروفیسر اعجاز خټک بیا وایي چې پاکستان اوس غواړي امریکا ته ځان همکار څرگند کړي او له طالبانو سره د امریکا د خبرو په اړه، ځان وستایي څو امریکا ترې هغه لگیدلې پابندۍ لیرې کړي.

افغان ولسمشر، محمد اشرف غني، تیره هفته په سویتزرلنډ کې د نړۍ اقتصادي فورم ته په وینا کې، د لومړي ځل دپاره د خلیلزاد په مشرۍ د سولې هلو ځلو باندې نیوکه وکړه او ویې ویل چې افغان حکومت ممکن د قطر مذاکراتو هر ډول احتمالي نتایج ونه مني.

هغه ټینگار وکړ چې د امریکا او طالبانو هر راز توافق، باید له کابل سره طالبانو مذاکراتو ته لار پرانیزي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG