لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمر داوودزی: اوس دستي د پاکستان پر نیت باندې د شک کولو دلیل نه لرو


د افغانستان د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع رامنځته کولو په برخه کې د ولسمشر اشرف غني خاص استازی او د سولی د عالي شورا سکرټرجنرل، محمد عمر داوودزي هیله څرگنده کړې چې په ٢٠١٩ کال کې به په افغانستان کې ١٧ کلنه جگړه ختمه شي او دا کال به د سولې کال وي.

ښاغلي داوودزی چې د پاکستان په سفر تللی دی، د شورو/چهارشنبې په ورځ یې له اسوشیتد پرېس خبري رسنۍ سره په یوه مرکه کې وویل چې د افغانستان د سولې عالي شورا، روان میلادي کال د سولې کال نومولی دی، او پوره باوري دی چې سږکال به په افغانستان کې سوله راشي.

خو ښاغلي داووزي دا هم وویل تر هغو چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر نشي، سولې به رانشي. طالبانو تر اوسه دې ته نه دي حاضر شوي چې د افغانستان د حکومت له مرکچیانو سره مخامخ خبرو ته کیني.

داوودزي پر دې خبرې بیا ټینگار وکړ چې گني پاکستان پر طالبانو اثر رسوخ لري، خو زیاته یې کړه چې له پاکستان څخه پر طالبانو باندې د زور اچولو تمه نه لري، بلکې ورڅخه غواړي چې طالبان خبرو ته "تشویق" کړي او ورته قناعت ورکړي چې له افغان حکومت سره یې مخامخ خبرې په گټه دي.

هغه پخپلې مرکې کې وویل: "وزیراعظم عمران خان، [د پاکستان] ټوله سیاسي انتظامیه، له پوځي اسټبلشمنټ سره همنظره دي. او مونږ یې هره نښه نښانه وینو، په اسلام آباد کې د دې نښو لیدل، یو ښه څیز دی. نو مونږ ډېر امیدواره یو...اوس دستي هیڅ داسې دلیل نه وینو چې د هغو پر نیت شک وکړو."

په همدې حال کې، د افغانستان د سولې په اړه د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد بیا د سیمې په دورې تللی او دا ځل به هند، چین، پاکستان او افغانستان ته ولاړ شي. دا ځل هغه قطر ته، چیرته چې د طالبانو سیاسي دفتر دی، د تلو نیت نه لري.

XS
SM
MD
LG