لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او افغانستان یواځيني دوه هېوادونه دي چېرې چې د پولیو ناروغۍ لا شته


پاکستان او افغانستان څخه د پولیو د ناروغۍ د نوغې ویستلو په لاره کې بیلابیل خنډونه پراته دي.

پدې کې د دواړو هېوادونو په ځپلو سیمو کې روانې جګړې د پولیو د واکسین کولو په کارکونکو باندې خونړي بریدونه او د اسلام پالو لخوا د پولیو پرضد پروپاګند کول شامل دي.

د روان کال د روانې میاشتې یعنې د نومبر تر نهمې نیټې پورې په نړیواله کچه د پولیو ۱۴ ناروغان پېژندل شوي چې ۹ یې په پاکستان او پنځه یې په افغانستان کې دي.

د پاکستان چارواکو په کال ۲۰۱۴ کې د پولیو د ۳۰۰ ناروغانو خبر ورکړی وه او په افغانستان کې بیا په کال ۲۰۱۱ کې د پولیو د ناروغانو شمېر ۸۰ ته ښودل شوی و.

پاکستان په افغانستان د پولیو د مخنیوي د اقداماتو په لار کې په پرتو مسلو د کابو موندلو لپاره په زړه پورې اقدامات کړیدي خو د یونسف چارواکو د دواړو هېوادونو د پولیو د مخنیوي لپاره د طبي ډلو ترمنځه چټکه اړیکه د پولې دواړو غاړو ته ددې ناروغۍ په کابو کولو کې یو ډیر په زړه پورې او بریالی اقدام بللی دی.

په کابل کې د یونسف یو ویاند کمال شاه دا خبره منلې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي تاوتریخوالي سره سره د پولیو خلاف په دواړو هېوادونو کې روانو هلوځلو باندې کومه اغیزه نه ده غورځېدلې.

کمال شاه امریکا غږ ته ویلي دي چې د پولیو په مخنیوي کې دواړه هېوادونه له یوه بله سره ټینګه ملګرتیا کوي او ددې ملګرتیا له برکته به په دواړو هېوادونو کې د پولیو نوغې وویستل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان کې د روانې جګړې سره سره د پولیو د ورکولو د هلو ځلو له برکته په هېواد کې د پولیو په پېښو کې ډیر کموالی راغلی.

ددې یو دلیل دا دی چې د پولیو د څاڅکو ورکولو کارکونکو ته د طالبانو تر اغیز لاندې سیمو ته هم د تللو اجازه ورکړل شویده.

همدا دلیل دی چې مونږ د حکومت او د مخالفینو تر واک لاندې سیمو کې د پولیو د ورکاوي خپل پروګرام په بریالیتوب سره پرمخ وړی دی.

پدې مونږ افغانستان کې د پولیو د ناروغۍ تر ډیره بریده پورې په کابو کولو کې بریالي شوي یو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG