لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: د افغانستان په جنگ کې ښکېلې ډلې دې د پولیو کمپاین ملاتړ وکړي


ملگرو ملتونو د افغانستان په جنگ کې ښکیلو ډلو باندې غږ کړی دی چې د کندهار ولایت په شاه ولي کوټ اولسوالۍ کې دې د پولیو ضد کمپاین ملاتړ وکړي. په دغه اولسوالۍ کې د پولیو چراثیم ترټولو زیات شتون لري.

په شاه ولي کوټ، د پاکستان په قبایلي سیمو، فاټا، او د خېبر پښتونخوا صوبې په ١٧ ضلعو کې د گل، دوشنبې، د ورځې نه ماشومانو ته د پولیو خلاف د څاڅکو ورکولو درې ورځنی کمپاین شروع کیږي.

د ملگرو ملتونو د انساني امداد څانگې رابطه کار ټوبي لانزر د اتوار، یکشنبې، په ورځ وویل په شاه ولي کوټ کې د موجوده حالاتو له امله سلگونه رزگونه ماشومانو د پولیو د خطر سره مخامخ دي.

تیره هفته افغان چارواکو د پولیو یو بل نوی کیس رپورټ کړو. ددې سره په کندهار کې د پولیو د مرض ښکار ماشومانو شمیره پينځو ته ورسیدله. په قامي کچه په افغانستان کې سږ کال ١٢ د پولیو کیسونه رپورټ شوي دي.

د ملگرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو ایچ او د یونیسف په مرسته افغانستان مامورین به د گل، دوشنبې، په روځ په شاه ولي کوټ کې د پولیو خلاف کپماین پیل کوي.

په ورستۍ موده کې د طالب وسله والو او د افغان حکومتي ځواکونو ترمنځ په شاه ولې کوټ کې سختې جگړې شوي دي.

د ملگرو ملتونو ټوبي لانزر وویل نړي وال قوانین په جنگ کې ښکیلو ډلو ته په ښکاره خپل ذمه وارۍ ورښايي چې د پولی ضد کمپاین مرسته دې وکړي.

"مونږ ټول په یو ځای، په میدان موجود ټول فریقین، افغانان ددې خطرناک مرض نه د همیشه لپاره خلاصولی شو،" ښاغلي لانزر وویل.

افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه داسې هیوادونه دي چرته چې په کال ٢٠١٧ کې هم د پولیس د ناروغۍ کیسونه رپورټ شوي دی. په افغانستان کې سږ کال ١٢ او په پاکستان کې شپږ د پولیو کیسونه رپورټ شوي دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG