لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې تاوتریخوالی کم شوی دی، د پاکستان وزیر وايي


د افغانستان نایب خارجه وزیر حکمت خلیل کرزی او د پاکستان د خارجه چارو سېکریټري تهمینه جنجوعه
د افغانستان نایب خارجه وزیر حکمت خلیل کرزی او د پاکستان د خارجه چارو سېکریټري تهمینه جنجوعه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په تیره موده کې اړیکو ښه والی موندلی دی او د دواړه گاونډیانو تعلق ته بیا کتنې لپاره "اېکشن پلان فور پیس او سولیډیریټي" یا د امنیت او پیوستون په خاطر جوړې کړنلارې ته هم هتمي شکل ورکړې شویدې.

د پاکستان دفاع وزیر خرم دستگیر چې دا مهال د خارجه وزیر ذمه وارۍ هم لري د شورو/چهار شنبې په ورځ د پاکستان قامي اسمبلی ته وویل چې اسلام اباد د ناسمه تعلق تفاهم لپاره کابل سره تماس کې دی.

اسلام اباد ته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پیوستون کړنلارې مذاکراتو له ورغلی د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی د نهې/سه شنبې په ورځ د پاکستان ملي امنیت سلاکار لېفټیننټ جنرل ناصر خان جنجوعه سره هم لیدو کاتو کړیدي.

د پاکستان لخواه یوې رسمي اعلامیې له مخې د پاکستان ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه وویل چې هیڅ داسې دلیل شتون نلري چې پر بنسټ یې دواړه هیوادونه یو بل نږدې همکاري ونه کړي. په ملاقات کې دواړه مشران په دې هم اتفاق وکړو چې اقتصادي او سوداگریزې اړیکې پکار ده چې له سیاسي مسلو څخه جلا شي.

د پاکستان قامي سلامتیا د دفتر نه جاري دا بیان د افغان بهرنیو چارو مرستیال وزیر له خولې وايي، په سیمه کې د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان مهم رول دی، او پاکستان د حل یوه برخه هم ده.

د پاکستان پخواني سفیر ایاز وزیر وایس اف امریکا اردو څانگې ته په دې موضوع خپلو خبرو کې ویل، د دواړه هېوادونو ترمنځ اړیکي او دې کې شوي پرمختگ خه خبر دې.

"د افغان مسلې سوله ایز حل لپاره د پاکستان رول مهم دې او تمه ده چې پاکستان به خپل رول ادا کړي. ناصر جنجوعه دا هم ویلي چې هڅه به کوي چې طالبان خبرو اترو ته رضا کړي. زما په خیال دا یو ښه پرمختگ دی چې د افغانستان او پاکستان اړیکي په خه لور روان دي".

ایاز وزیر وویل، دواړو هیوادونو موافقه کړې چې نور به په ډاگه په یو بل تورونه لگولو نه ډډه کوي.

" که څه پېښه وشوه نو دواړه گاونډیان به کمیټی جوړوي چې د مسلې هوارې ولټوي. او په ټي وي او رېډیو باندې به یو بل ته گوته نه نیسي".

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د امنیت او پیوستون کړنلارې د چوکاټ لاندې کابل او اسلام اباد د ترهگرۍ مخنوي، سولې او پخلاینې، کډوالو واپسۍ، گډ اقتصادي پرمختگ او د گډې پولې څارنې مسلو هواري لپاره د خبرو اترو طریقه جوړه کړیده.

تیره میاشت د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي کابل کې افغان مشر تابه سره د دواړه هیوادونو اړیکي په پوخ بنیاد قائمولو باندې موافقه کړې وه.

د نوې کړنلارې تر لاندې به شپږ داسې ډلې جوړیږي کومې به چې د دواړه گاونډیانو ترمنځ تعلقات خه کولو لپاره کار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG