لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډاکټر نجیب الله پنځه ویشتم تلین: د طالبانو په کامیابي به پاکستان هم اغېزمن شي، سیاستوال


په افغانستان د طالبانو د وروستۍ قبضې نه پس، یو شمېر پښتون قام پرسته مشرانو په پاکستان کې د افغانستان د پخواني صدر ډاکټر نجیب الله د تلین په یاد غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې ځينو پښتنو مشرانو ویل، څوک چې د افغان طالبانو په کامیابۍ خوشحاله دي، دا خبره دې یاده ساتي چې د افغانستان حالاتو اغیز به په نورو هیوادنو، خصوصي توګه د دې ګاونډي هیوادنو باندې به هم پریوزي.

د نن نه پوره پنځه ویشت (۲۵) کاله مخکې، کله چې طالبان په اول ځل کابل ښار ته ننوتل، د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله یې د ملګرو ملتونو له دفتره راوویست، او بیا یې د کومې عدالتي مقدمې نه بغیر، په بېرحمۍ سره وواژه او مړی یې ارګ ته نږدې یوې څلورلارې کې وځړاوه.

د ډاکټر نجیب الله د تلین په مناسبت جوړې دستورې ته د وینا په مهال، د وزیرستان نه د قامي اسمبلې غړي محسن داوړ وویل چې "د افغانستان تباهې کې د افغان طالبانو سره پاکستان، امریکه، چین او نور عالمي طاقتونه هم ذمه وار دي."

يادې غونډې ته د محسن داوړ وېنا وه چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا په کابل د قبضې کولو نه وروستو دا وېره ده چې حالات يو خل بيا دلته په پاکستان کې هم خراب نه شي.

ډاکټر نجیب الله د افغانستان په پکتیا ولایت کې خاورو ته سپارل شوی
ډاکټر نجیب الله د افغانستان په پکتیا ولایت کې خاورو ته سپارل شوی

داوړ پخپلو خبرو کې زیاته کړه، "زه وېنم چې هغه حالت يو ځل بيا راغلی دی. په کومې طریقې سره چې اوس د افغانستان يو جمهوري حکومت ختم کړی شو او ټولې نړۍ يې تماشه کوله. دا يو بغاوت و او دا څه ځايي، يا د يو هېواد او يا څو افرادو عمل نه و، په دې کې د ټولو قوتونو لاس و. خو دا هم يو حقیقت دی چې د دې تاوان او د دې تپ به ټولو قوتونو ته رسي. د دې تاو نه به پاکستان هم بچ پاتې نه شي او ایران، امريکه او روس به هم ترې بچ نه پاتې کيږي."

دې غونډې ته سياستمدار او پخواني سېنېټر افراسياب خټک هم وېنا وکړه او خپلو خبرو کې وویل، "وړاندې د امريکې روس سره شخړه وه، چې جنګ يې دې سيمې ته راوړو. اوس د چين او امريکې جنګ به هم دلته راځي او تاوان به يې هم زمونږ خلقو ته رسيږي."

افراسیاب خټک، پاکستان یو سېکوریټي ریاست وباله، او ویې ویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ لګېدلی اغزن تار به "داسې طوفان يوسي چې هيڅ يو څيز به پاتې نه شي. او دغه ټول هر څه به دلته هم راورسي کوم چې دوی په افغانستان کې جوړوي او يا يې جوړ کړی دی او دا ټوله سيمه به د يو مشکل سره مخامخ شي."

په افغانستان د طالبانو د قبضې وروستو پښتون قامپرست مشرانو دا اندېښنه څرګنده کړې ده چې يو ځل بيا په افغانستان کې هغه شان حالات راجوړ شوي دي څنګه چې د روس د وتلو په وخت کې جوړ شوي وو. او يو ځل به بيا په افغانستان کې د روانو کړکيچن حالاتو اغېز د نړۍ په نورو هېوادونو او په خاصه توګه په پاکستان هم پرېوځي.

دې نه وړاندې هم په پاکستان دا تورونه لګېدل چې دوي د افغانستان مرسته کوي او خپله خاوره د طالبانو په مرسته د نورو هېوادونو پر ضد کاروي.

بل خوا پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي او وئېلي يې دي چې تل يې د افغانستان د شخړې هواري له پاره هڅې کړې دي او دا د عالمي قوتونو ناکامي ده چې طالبانو يو ځل بيا د افغانستان واک تر لاسه کړو.

"زما پلار رښتیا ویل"

د پخواني صدر ډاکټر نجیب الله په پنځه ویشتم تلین، د هغه کشرې لور – موسکا نجیب الله – په ګارډین اخبار کې په انګریزي ژبه یو مضمون لیکلی چې هغه کې یې د خپل د پلار قېصې کړي دي.

موسکا نجیب الله په دې مضمون کې لیکلي چې پلار يې د امریکا نه هغه وخت د سختدریځه اسلامي ډلو د مقابلې دپاره مرسته غوښتې وه، خو امریکا او نورو ملکونو هغه په دې جنګ کې یوازې پرېښود، تر هغو چې ډاکټر نجیب خپل سر بایلود او بیا یې هغه پېشبینۍ رښتیا شولې.

موسکا نجیب الله
موسکا نجیب الله

موسکا نجیب الله په خپل مضمون کې زیاتوي، "په ۱۹۹۲ کې، زما پلار د امریکا نه وغوښتل افغانستان سره مرسته وکړي چې د اسلامي سختدریځۍ د خورېدو په وړاندې یو سنګر وګرځي. هغه ویل، که چېرته سختدریځي افغانستان ته راورسېده، جنګ به کلونه کلونه نور هم وغځیږي. افغانستان به د نړۍ د مخدره موادو د سمګلېنګ مرکز جوړ شي. خو د هغه دا خبردارۍ نظراندازه شولې."

موسکا نجیب الله وایي، د هغه نه پس یې پلار په یوازې سر د سختدریځو مقابله وکړه، او بیا لس کاله پس اسلامي سختدریځو په نیویارک حمله وکړه او امریکا یې په انتقام کې په افغانستان برید وکړ. د موسکا وینا ده چې که نړۍ هغه وخت د ډاکټر نجیب الله خبرې اورېدلې وې او د سختدریځو مخه یې ورسره نیولې وه، آیا دا حالات به اوس بل ډول نه و؟

د ډاکټر نجیب لور دا هم ویلي کله چې پنځه ویشت کاله مخکې بې پلاره شوه، نو هغسې درد اوس په افغانستان بیا راغلی او اوس د افغانستان په حالاتو سخته خفه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG