لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: طالبان د جنگ جاري ساتلو جواز او دلیل نه لري


اففان صدر اشرف غني د ناصر جنجوعه او د هغه پلاوي سره ویني
اففان صدر اشرف غني د ناصر جنجوعه او د هغه پلاوي سره ویني

د پاکستان د قامي سلامتیه مشیر ناصر جنجوعه ویلي د افغان حکومت د خبرو وړاندیز ورسته طالبان د جنگ جاري ساتلو جواز او نه څه دلیل لري.

ناصر جنجوعه دغه پېغام افغان مامورینو ته د خالي، شنبې، په ورځ د کابل د سفر په مهال وړاندې کړو او وې ویل پاکستان طالبانو سره د مذاکراتو د صدر اشرف غني د وړاندېز مکمل ملاتړ کوي.

کابل ته د ښاغلي جنجوعه د سفر په اړه د اتوار، یکشنبې، په ورځ شائع شوي سرکاري بیان کې وویل شو چې پاکستاني مشیر وویل طالبانو ته د افغان حکومت د سولې د وړاندیز د دایمې جنگ په تور تم کې لکه د امید رڼا ده.

تیره میاشت په افغانستان کې د امن په موضوع د کابل پروسې په نوم نړي والې غونډې ته وینا کې افغان صدر په رسمي توگه طالبانو ته د سولې لاس ور وړاندې کړو او وې ویل افغان حکومت بغیر د کوم شرط طالبانو سره مذاکراتو ته تیار دی.

دغه غونډې ته صدر اشرف غني وویل "د ملي وحدت حکومت پخلا کېدونکو طالبانو سره د یوې ريښتنې او پایدارې سولې په لټه کې دی."

هغه زیاته کړه "موږ د ټولو افغانانو لپاره د سوله ییز او عزتمند ژوند په برابرۍ، د هغو طالبانو په شمول چې له تاوتریخوالي لاس اخلي باور لرو. موږ دا وړاندیز له کوم مخکېني قید او شرط پرته د سولې موافقتنامې ته د رسېدو په خاطر چې لاندې موارد رانغاړي، وړاندې کوو."

طالبانو د افغان صدر وړاندیز ته لا څه جواب نه دی ویلی. او پاکستاني او امریکايي چارواکې گڼي چې ممکنه ده طالبان لا په دې خبره غور کوي چې آیا د افغان حکومت سره د مذاکراتو ته مېز ته کښېني او که نا؟

د ناصر جنجوعه د کابل د سفر په اړه د پاکستان بیان وايي پاکستان پلاوي سره خبرو کې افغان صدر د دې خبرې په ضرورت زور واچولو چې افغانستان او پاکستان دې په پراخه کچه د رابطو دلارې دې خپل تعلقات بهتر کړي. هغه د افغانستان کشاله په ختمولو کې د پاکستان نه د کومک غوښتنه وکړه، بیان وویل.

بیان وايي ناصر جنجوعه افغان صدر ته وویل "د گټې لټولو پرځای د جگړې خاتمه غوره دریځ دی...امن زمونږ شریک دی، راځئ چې په شریکه یې ولټوو."

افغان صدر ناصرجنجوعه ته یو خط ورکړو چې پکې پاکستاني وزیراعظم ته د افغانستان د دورې بلنه ورکړی شوي دي چې زر تر زره دې د کابل سفر وکړي.

ښاغلي جنجوعه د افغان اجرايي ریئس عبدالله عبدالله او د افغانستان د قامي سلامتیه مشیر او استخباراتي مشر حنیف اتمر سره هم ولیدل.

افغان او امریکايي چارواکې د ډیر وخت راهسې وايي د طالبانو او حقاني ډلې مشران په پاکستان کې میشته دي او د هلته څخه په افغانستان کې د حملو مشري کوي. پاکستان دا خبره ردوي.

د پاکستان پوځي او حکومتي مشران وايي طالبان د مذاکراتو مېز ته د راکښ کولو دپاره یې خپل کوښښونه بیا راتازه کړې دي.

د امریکې نایب صدر مایک پېنس د جمعې په ورځ په واشنگټن کې د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره ولیدل. د غونډې په اړه وایټ هاوس په خپل بیان کې وویل مایک پېنس د صدر ډانلډ ټرمپ دا غوښتنه تکرار کړه چې پاکستان دې د خپلې خاورې نه د طالبانو او حقاني ډلې لرې کولو دپاره نور زیات کوښښونه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG