لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هغه پاکستاني علما دې د عالمانو په کانفرانس کې ګډون وکړي چې په افغانستان کې جګړه روا بللې


د فرورۍ په میاشت کې د کابل پروسې نومې غونډه وشوه چې په افغانستان کې د امن په موضوع یې غور وکړو
د فرورۍ په میاشت کې د کابل پروسې نومې غونډه وشوه چې په افغانستان کې د امن په موضوع یې غور وکړو

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د مسلمانو عالمانو په کانفرانس کې د هغو پاکستاني عالمانو ګډون ضروري دی څوک چې په افغانستان کې ځان وژونکو بریدونو ته اجازه ورکوي.

د افغانستان ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د سولې د شورا ویاند سید احسان طاهري وايي:

(له بده مرغه ځینې پاکستاني عالمان په افغانستان کې جګړې ته جواز ورکوي او د مسلمانانو وژلو ته جهاد وايي. دوی باید له مسلمانو عالمانو په ځانګړې توګه د افغانستان له علماوو سره کښېني تر څو په دې حقیقت پوه شي چې په اسلام کې د مسلمانانو وژل روا نه دي. اسلام د سولې او د مذاکراتو دین دی او جګړه ردوي.)

د افغانستان د سولې شورا هڅه کوي د مسلمانو دیني عالمانو یو کانفرانس په افغانستان او یا کوم بل اسلامي هېواد کې جوړ کړي.

یادې شورا په وار وار د هندوستان، قطر او د اندونیزیا له چارواکو سره ددغه کانفرانس په اړه خبرې کړیدي.

د سولې د شورا د ویاند له خولې په دغه کانفرانس کې به د افغانستان د جګړې په اړه د اسلام په رڼا کې خبرې وشي او هیله څرګندوي چې دغه کانفرانس به په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.

د جاکارتا کانفرانس چې باید تېره میاشت د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د علماوو په ګډون جوړ شوی وایی، د پاکستان د نه چمتوالي له امله جوړ نه شو.

افغان سیاسي کارپوه فاروق اعظم وايي، افغان حکومت سولې ته د طالبانو د راوستلو په برخه کې له هرې ممکنه لارې څخه کار اخلي.

(اسلامي کانفرانس باید په غوڅو او څرګندو ټکو ووایي چې په افغانستان کې جګړه ناروا ده.)

ده وویل، پاکستاني علما باید په افغانستان کې د جهاد په اړه خپله فتوا بېرته واخلي کچېرې دوی په رښتیا هم سیاسي چلند و نه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG