د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویلي، په دوحه کې به نن د افغانستان حکومت مذاکراتي ډلې او طالبانو تر منځه اساسي بحثونه پېلیږي.
د مصالحي شوار ویاند فریدون خوځون د خالي/ شنبې په ورځ ویلي، د حکومت مذاکراتي پلاوی به د وضعیت په درکولو سره په یوه غږ سره مخته لاړ شي.
نوموړي زیاته کړې :"نن به د اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی هیئت له طالبانو سره اساسي بحثونه پیل کړي. د افغانستان وضعیت، سولې ته د خلکو شدیده اړتیا او زموږ په اوږ له بار جنازو د دې هیئت هر غړی ښه درک لري او د دې درک په درلودلو سره په واحد غږ او صف مخ ته ځي. دعا وکړئ چې خدای دې بریالي لري."
د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی د تیري چهارشنبې په ورځ له طالب استازو سره د دوهم پړاو مذاکراتو لپاره قطر ته رسیدلي.
تیره اونۍ د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي تمه ښودلې وه چې دواړه لوري په یادو مذاکراتو کې یوې نتیجې ته ورسیږي. نوموړي زیاته کړې وه، چې هغوی [د افغانستان حکومتي پلاوی] د افغان حکومت له رهبرۍ، د ملي مصالحې عالي شورا، ولسي جرګې او ټولنې له نورو غړو سره سلا مشورې کړي دي.
اخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د دوهم پړاو مذاکراتو بریالي کېدو لپاره یې هڅې زیاتې کړي دي. د دغه وزارت ویاند ګران هیواد ویلي، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د یادو مذاکراتو د بریالیتوب لپاره د سیمې او نړۍ د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د شيږو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې کړي.
ویل کیږي چې د دوهم پړاو مذاکراتو د اجنډا یوه لویه برخه به په افغانستان کې د اوربند ټینګېدو په اړه وي.
د افغان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد روانه اونۍ په کابل کې د ملي مصالحې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدنه کې ویلي و چې له رامنځته شوي فرصت نه باید د جګړې پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو لپاره زیاته ګټه واخیستل شي.
هغه همدارنګه په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه منلو وړ بللی او پر کمولو یې ټينګار کړی وو.
یادونه: دا خبر د امریکا غږ اشنا د وېب پاڼې اخستل شوی.