لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان پولیس افسر خپل اووه همکاران وژلي


د طالبانو ترجمان قاري یوسف احمدي په افغان پولیس کې دننه شوي حلمه ومنله او ویې وېل حمله کونکی د دوی په صفونو کې شامل شوی و
د طالبانو ترجمان قاري یوسف احمدي په افغان پولیس کې دننه شوي حلمه ومنله او ویې وېل حمله کونکی د دوی په صفونو کې شامل شوی و

د افغانستان په جنوبي کندهار ولایت کې یو افغان پولیس افسر خپل اووه همکاران په ډزو وژلي او تښتېدلی دی. طالبانو د حملې ذمه واري اخیستې او ویلي یې دي چې حمله کونکی پولیس افسر د دوی سره شامل شوی و.

د ایېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې د دننه حملو دا ورستۍ پېښه ده. په داسې ډول حملو کې د افغان پولیس یا پوځ په دریشیۍ کې مسلح کس په خپلو افغان یا نړیوالو همکارانو ټوپک راواړوي.

ای پي په خپل رپورټ کې وویل تیره هفته هم په کندهاره کې یو افغان عسکر دوه امریکايي عسکر په ډزو ووژل. حمله کونکی په ځوابي ډزو کې زخمي شو او طالبانو د "هیرو" یا د اتل په نوم یاد کړو خو د حملې ذمه واري یې په غاړه وانخیسته.

د کندهار ولایت ترجمان جمال ناصر بارکزۍ د وینا ترمخه، افغان پولیس افسر په خپلو همکارانو حمله د اتوار، یکشنبې، په ورځ وکړه او اووه همکاران یې ووژل. ترجمان زیاته کړه چې د پېښې تحقیقات پېل کړی شوې دي.

د طالبانو ترجمان قاري یوسف احمدي په افغان پولیس کې دننه شوي حلمه ومنله او ویې وېل حمله کونکی د دوی په صفونو کې شامل شوی و.

ای پي وايي طالبان په عملي توگه په نیمايي هیواد کې فعالیت لري او شا او خوا هره ورځ په افغان امینتي ځواکونو، په افغان حکومت او د حکومت په حمایت کونکو حملې کوي. رپورټ وايي په حملو کې د ملکي خلکو تلفاترامنځته کیږي.

ای پي وايي په افغانستان کې طالبان دا حملې په داسې حال کې هم کوي چې د تیر یو کال راهسې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې د طالب استازو سره مذاکرات کوي چې په افغانستان کې د امریکې ١٨ کلن جنگ ختم کړي.

طالبانو تر دا وخت د افغان حکومت سره د نیع په نیغه مذاکراتو نه ډډه کړې ده او او افغان حکومت بې اختیاره بولي.

د افغانستان او پاکستان د سفر نه وروسته خلیلزاد تېره هفته بیا د طالبانو سره خبرو دپاره قطر ته ورغلی و.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین په ټوېټر وویل چې د خلیلزاد سره "نن خبرې شروع شوې" او ممکنه ده چې د اینده څو ورځو پورې په دوام ولري.

د گل، دوشنبې، په ورځ په افغانستان کې داعش یوه ورځ وړاندې په یو بس د حملې ذمه واري ومنله.

د افغانستان د داخله وزارت ترجمان نصرت رحیمي ترمخه، د اتوار، یکشنبې، په ورځ شوي چاودنه کې د بس ډرایور او یو لارونکی ووژل شو. په بس کې سواره د افغانستان خورشید ټېلې وژن دوه کارکونکي زخمیان شول.

افغان صدر اشرف غني د حملې غندنه وکړه او ویې ویل په مطبوعاتو او ملکي کسانو حملې کول جنگي جرم دی او د ذمه وارو کسانو احتساب به کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG