لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزی: د افغانستان صدارتي انتخابات د امن دپاره خطرناک دي


د اېسوسي اېټډپرېس خبري ادارې سره د نهې، سه شنبې، په ورځ مرکه کې حامد کرزي وویل په موجوده حالاتو کې په افغانستان کې صدارتي اتنخابات کول داسې دي لکه چې د زړه مريض ته وویل شي چې د منډې په مقابله کې برخه واخله
د اېسوسي اېټډپرېس خبري ادارې سره د نهې، سه شنبې، په ورځ مرکه کې حامد کرزي وویل په موجوده حالاتو کې په افغانستان کې صدارتي اتنخابات کول داسې دي لکه چې د زړه مريض ته وویل شي چې د منډې په مقابله کې برخه واخله

د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي ویلي په داسې حال کې چې په هېواد کې امن نه دی پرځای شوی صدارتی انتخابات د هیواد بې امني، اختلافات او کړکیچ نور هم زیاتولی شي.

د ښاغلي کرزي د مخالفت برعکس د افغانستان موجوده ولسمشر اشرف غنی د صدارتي انتخاباتو حمایت کوي او یو هم دی پکې.

د اېسوسي اېټډپرېس خبري ادارې سره د نهې، سه شنبې، په ورځ مرکه کې حامد کرزي وویل په موجوده حالاتو کې په افغانستان کې صدارتي اتنخابات کول داسې دي لکه چې د زړه مريض ته وویل شي چې د منډې په مقابله کې برخه واخله.

د افغانستان د نوي صدر د انتخاب دپاره ووټونه د خالي، شنبې، په ورځ اچول کېږي او ټاکل شوې ده چې انتخابي کمپاین به د شورو، چهارشنبې، په ورځ وتړل شي. د انتخاباتو دقانون له مخې پکاره ده چې انتتخابي کمپاین د ووټونونه ۴۸ساعته وړاندې ودرول شي.

دافغانستان د ټاکنو خپلواک کمېشن ویاند مرزا محمد حق پرست له امریکا غږډیوې ته وویل دټاکنیزو مبارزو او کمپاینونو نن وروستۍ ورځ ده اوکمیسیون د راتلوونکې شنبې یا خالي په ورځ دولسمشرۍ انتخاباتو ترسره کولو لپاره ټولې تیارۍ مکمل شوې دي.

د افغانستان موجود صدر اشرف غني هم په انتخابات کې امیدوار دی او اېسوسي اېټډر پرېس وایي د رای اچونې په پاڼه به د ١٨ امیدوارانو نومونه لیکل شوي وي خو د ښاغلي غني نه علاوه زیاتره نور امیدواران د انتخاباتو نه وتلي دي او یا یې د نورو امیدوارانو د حمایت اعلان کړی دی.

حامد کرزي وویل غوره به دا وی چې نوي صدارتي انتخابات ونکړی شي، اشرف غني پرځای ناست وی، د امن لاره مندل شوی وی او لوې جرگې د امن لوظنامه او په اساسي قانون کې ترامیم منظور کړی وی.

اشرف غني په کال ٢٠١۴ کې د حامد کرزي د صدارت د دوو دورو وروسته ولسمشر منتخب شو.

ای پي وايي د افغانستان تېر صداراتي انتخابات د تشدد، اداري فساد او د درغلیو د الزاماتو سره مخامخ شوي وو او طالبانو په موجوده انتخاباتو د حملو دړکه کړې ده.

حامد کرزي د ای پي سره مرکه کې وویل چې انتخابات یوازې په داسې حال کې پکار وو چې افغانان سولې ته رسیدلی وی او په اساسي قانون یا ائین کې یې اصلاحات شوی وی.

حامد کرزي ای پي ته وویل "مونږ په داسې هیواد کې انتخابات نشو کولی چې د بهر نه تپل شوي جنگ نه تېریږي. مونږ په یو داسې جنگ کې یو چې مقاصد او مفادات یې د خارجیانو دي. دا زمونږ جنگ نه دی. مونږ پکې یوازې وژل کیږو."

حامد کرزي که یو خوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په موجودگۍ سخت ټکونه وکړل نو بلخوا یې غوښتنه وکړه چې د امریکې او د طالبانو ترمنځ د مذاکراتو ماته لړۍ بیا پرځای کړی شي. د ای پي ترمخه، حامد کرزي ووغوښتل چې طالبان دې د افغان حکومت د نمایندگانو ترڅنگ د نورو افغان مشرانو، چین او روس سره هم خبرې وکړي. حامد کرزي وویل روس په دې کې کامیاب شوی چې افغان مشران او طالبان د خبرو دپاره په یو میز کښېنوي. تېره هفته په قطر کې میشته د طالبانو مشر مرکچي ملا برادر اخوند د چینايي مامورینو سره خبرو دپاره د چین سفر وکړو.

د ای پي ترمخه، حامد کرزي د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي کسانو په وژل کېدو په امریکايي ځواکونو سختې نیوکې وکړي. تېره هفته په ننگرهار ولایت کې په هوايي برید کې ١٦ ملکي کسان ووژل شو او د گل، دوشنبې، په ورځ په هلمند کې د ای پي ترمخه، د واده په مراسمو د امریکايي هوايي ځواکونو په ملاتړ د افغان عسکرو په عملیاتو کې ۴٥ کسان ووژل شو.

امریکايي پوځ ویلي د تېرې هفتې د پښې پلټنې یې پېل کړې دي او د افغانستان د دفاع وزارت ویلي په هلمند کې افغان ځواکونو د القاعده وسله والو خلاف علمیات کول.

حامد کرزي وویل چې د هلمند د پېښې ځینو متاثرینو سره یې خبرې کړې دي او پرې خپله خواشیني څرگنده کړه او د امریکايي ځواکونو په اړه یې وویل"په کومه طریقه چې دوی مونږ وژني زه نه غواړم چې دوی زمونږ په ملک نور یو سېکنډ هم پاتې شي، یو سېکنډ هم نه." امریکا دا وخت په افغانستان کې شا او خوا ١۴٠٠٠ عسکر لري.

حامد کرزي وویل په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه "زمونږ ژوند ته ارزښت نه لري، ځما د بچي ژوند ته احترام نلري، زمونږ بچي په داسې بې رحمه ډول وژني" باید چې ټول امریکایان د افغانستان څخه ووځي. "په افغانستان کې پاتې کېدو دپاره امریکایان یوه لار لري، چې زمونږ ژوند ته احترام او وقار ولري او د افغانانو نه پوښتنه وکړي چې ایا دوی ته (په افغانستان کې) د پاتې کېدو اجازت شته."

ای پي وايي د صدارتي انتخاباتو حمایت کوونکي گڼي چې ټاکنې به نوي حکومت ته د طالبانو سره په مذاکراتو کې قانونیت ورکړي. طالبانو تر دا وخت د صدر اشرف غني د حکومت سره د مذاکراتو نه ډډه کړې ده.

د اي پي ترمخه د افغانستان تېرو صدارتي انتخاباتو کې په پراخه کچه د درغلۍ الزامات لگول شوي وو او په موجوده انتخاباتو کې د اشرف غني مخالفین په هغه د الزام لگوي چې د خپل اختیار نه بې ځایه گټه پورته کوی او په خپل انتخابي کمپاین کې حکومتي وسایل استعمالوي.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي چې د کال ٢٠١۴ په صدارتي انتخاباتو کې د درغلۍ الزامات دومره سنگین وو چې امریکې فیصله وکړه چې یو امیدوار دې هم بریالی اعلان نشي او واک یې د صدر اشرف غني او د عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یوالي په حکومت کې تقسیم کړو. عبدالله عبدالله اوس هم د اشرف غني حریق دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG