لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان صدارتي امیدوار حنیف اتمر خپل انتخابي کمپاین وځنډولو


حنیف اتمر د صدر اشرف غني د قامي سلامتیه مشیر پاتی شوی او په صدارتي انتخاباتو کې د هغه یو لوې حریف گڼل کېدو

د افغانستان د صدارت امیدوار حنیف اتمر د صداراتي انتخاباتو دپاره د خپل کمپاین د ځنډولو اعلان وکړو.

حنیف اتمر د صدر اشرف غني د قامي سلامتیه مشیر پاتی شوی او په صدارتي انتخاباتو کې د هغه یو لوې حریف گڼل کېدو.

د کمپاین د ځنډولو اعلان نه وړاندې د ښاغلي اتمر د کمپاین دننه د مشکلاتو رپورټونه مخې ته راغلي وو.

د وي او ای اشنا څانگې ترمخه د ښاغلي اتمر د کمپاین دفتر په یوې اعلامیي کې وویل چې د کمپاین د ځنډولو علتونو کې د "ارگ ښکاره لاسوهنې" او "غیرقانوني اقدمات" دي. اعلامیه وايي په داسې حالاتو کې د "شفافو، ازادو او عادلانه انتخاباتو هیڅ ضمانت نشته."

د حنیف اتمر د څرگندونو په اړه د صدر اشرف غني دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.

د وي او ای انگریزۍ څانگه په خپل رپورټ کې وايي د حنیف اتمر د کمپاین ځنډولو په صدارتي انتخاباتو بې باوري راولاړه کړي.

طالبانو په صدارتي انتخاباتو د حملو دړکه کړې ده او انتخابات دوه ځله ځنډول شوي دي.

او د اشرف غني سیاسي مخالفین په هغه نیوکې کوي، وايي د هغه د صدارت مېعاد د جولايي په ٢٠ مه نېټه ختم شوی او په خپلې څوکۍ د هغه ناسته غیرقانوني ده. خو د افغانستان ستر عدالت یا سپریم کورټ ویلي اشرف غني د اینده صدر د انتخاب پورې خپل صدارت دوام داره ساتلی شي.

په صدارتي انتخاباتو کې د اشرف غني په ١٨ کې ١٣ امیدوارانو یو اتحاد جوړ کړی چې د کاونسل اف پرېزیډېنشل کېنډېټس په نوم یادیږي یعنې د صدارتي امیدوارانو شورا. شورا غوښتلي چې اشرف غني دې هغه حکومتي چارواکي لرې کړي چې په وروستیو کې گمارل شوي.

صدر اشرف غني وايي صدارتي انتخابات به نه ځنډول کېږي او امید کوي چې په دوهم ځل به هم صدر منتخب شي.

د افغانستان د نوي صدر د انتخاب دپاره ټاکنې د سپټمبر په ٢٨ نېټه کېدونکي دي.

XS
SM
MD
LG