لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان د سولې په اړه د مسکو غونډه وځنډیده


افغان صدر محمد اشرف غني او د روس د بهرنیو چارو وزیر، سرگي لاوروف

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روس په کوربه توب د افغانستان د سولې په هکله کومه غونډه چې په پام کې نیول شوې وه، د افغان صدر محمد اشرف غني او د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ترمنځ د ټیلیفوني خبرو وروسته وځنډول شوه.

د خبرپاڼې له مخې، صدر غني د کابل پر وخت د گل/دوشنبې په مازیګر د روس د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ټیلفوني خبرې وکړې چې په هغه کې ښاغلي غني د دایمي سولې د ټینګیدو په خاطر د نړېوالو او سیمه ییزو دوستانو او شریکانو، په ځانګړي ډول د روس فدراتیف دولت د هڅو قدرداني وکړه.

په خبرپاڼه کې همدا شان زیاته شوې چې د صدر غني او لاوروف ترمنځ په خبرو کې «تصمیم ونیول شو چې د لا زیاتې آمادګۍ او موثریت په خاطر به مسکو ناسته وځنډول شي، تر څو دواړه هیوادونه په ګډه د دغې ناستې لپاره چمتووالی ونیسي.»

د افغانستان حکومت وایي چې په راتلونکې کې به افغانستان او روس په ګډه د دغسې یوې ناستې مشري وکړي.

دا لا معلومه نه ده چې دغسې غونډه به کله جوړیږي، خو ویل شوي چې دواړه دولتونه به د غونډې د څرنگوالي او د نیټې د معلومولو دپاره گډ کار وکړي او تر هغو پورې به «د افغانستان حکومت په کور دننه سلا مشورو ته دوام ورکړي.»

ټاکل شوې وه چې د مسکو غونډه د سپټمبر پر ۴مه د روس په سرښار کې جوړه شي. په هغې غونډې کې، روس د افغانستان د حکومت، د طالبانو ډلې، او د امریکا استازو ته هم د گډون بلنه ورکړې وه.

د امریکا او افغانستان دولتونو دواړه دا بلنه رد کړې وه او د سولې په خبرو اترو کې یې د افغانانو پر مالکیت ټینگار کړی و. خو طالبانو آمادگي ښودلې وه چې د مسکو ناستې ته به خپل استازی واستوي.

د ارگ د خبرپاڼې په حواله، صدر غني د روس له بهرنیو چارو وزیر سره پخپلو نننیو خبرو کې ویلي: «په دې خاطر چې اصلي او اساسي اصول چې هغه د افغانانو په مالکیت سوله ده په پام کې ونیول شي او هره هغه پروسه چې په دې برخه کې کار کوي، باید په پوره همغږۍ ورته امادګي ونیول شي، نو د دغو ناستو موثریت به زیات کړي.»

روس چارواکو په څو څو ځله دا منلې چې د طالبانو سره یې تماسونه نیولي، خو وایي چې د دغو تماسونو هدف یې یوازې د سولې خبرو ته د طالبانو هڅول دي.

XS
SM
MD
LG