د افغانستان حکومت ویلي دي چې په اینده میاشت کې په ماسکو کې د افغانستان په موضوع کېدونکي غونډه کې د برخه
اخیستلو اراده نه لري. روس ویلي طالبانو ته یې د غونډې بلنه ورکړې ده او استازې به یې په ناسته کې شرکت کوي.
د افغانستان د خارجه وزارت ترجمان صبعت الله احمدی وي او ای ته د شورو، چارشنبې، په ورځ وویل چې افغان حکومت فېصله کړې ده چې د ماسکو غونډې ته به خپل استازې نه لېږي.
د سپټمبر په څلورمه نېټه په ماسکو کې کېدونکي غونډې دپاره روس د طالبانو ترڅنگ ١١ سیمه ایز هېوادونو ته بلنه ورکړې ده چې پکې د چین په شمول ایران او پاکستان هم شامل دي.
تیر کال هم روس د افغانستان په موضوع د نړيوالې غونډې کوربه توب کړی و خو امریکې ته پکې بلنه نه وه ورکړی شوي.
که څه هم د افغان خارجه وزارت ترجمان یې تصدیق وه نه کړو خو داسې ښکاري افغان حکومت په دې خبره راضي نه دی چې روس ورسره د مشورې بغیر طالبانو ته د ماسکو په غونډه کې د شرکت بلنه ورکړې ده.
ښاغلي احمدي وویل د افغانستان په اړه د نړیوالو کوښښونو مرکز باید چې د افغانستان حکومت وي. هغه وویل ماسکو او کابل ښه تعلقاتو لري او په افغانستان کې د امن او د مفاهمت په موضوعاتو په خصوصي توگه د یو بل سره صلاح مشوره کوي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان حکومت د مشرۍ نه بهر په هېواد کې د امن کوښښونه کومې نتیجې نشي راوړلی.
د روس خارجه وزیر سرگی لاوروو د نهې، سه شنبې، په ورځ د ماسکو په غونډه کې د طالبانو د شرکت تصدیق وکړو.
سرگی لاورو وویل "د افغان مشرانو استازو او طالبانو ته د غونډې بلنه ورکړی شوې وه. د هغوی (طالبانو) وړمبی ردعمل مثبت و او د گډون اراده لري. ځما امید دی چې دا به مثبت ملاقات وي."
طالبانو لا د ښاغلي لاورو د خبرو په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو ترجمان زبیح الله مجاهد وي او ای ته وویل تراوسه یې د ډلې د "سیاسي مرکچیانو" څه معلومات نه دي ترلاسه کړي چې ایا د ماسکو په غونډه کې به گډون کوي او که نا.
په تېرو وختونو کې خپله طالبانو او هم روس د یو بل سره د روابطو تصدیق کړی دی.
سرگی لاورو وویل روس د خپل امنیت په خاطر د طالبانو سره روابط لري او دا هم غواړی چې طالبان دې د جنگ نه لاس په سر شي او د هېواد په قامي بهیر کې شامل شي.
په تېرو وختونو کې افغان او امریکايي چارواکو په روس طالبانو ته د جنگي کومک الزامات لگولي دي چې ماسکو رد کړې دي.