لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماسکو د افغان سیاسي مشرانو او طالبانو د غونډې کوربه توب کوي


د افغانستان یو شمیر حکومت مخالفه سیاسي مشران او د افغان طالبانو پلاوی به د شورو یا چارشنبې په ورځ په ماسکو کې د افغانستان سولې په اړه کیدونکې غونډه کې ګډون کوي.

د روس خارجه وزارت تر مخه د شورو په ورځ پېلیدونکې دغه خبرو اترو وړاندې به نن د نهې یا سهشنبې په ورخ افغان طالبان او د افغانستان سیاسي مشرانو ډله په یوه غونډه کې ګډون کوي. د نن دغه غونډه به د روس او افغانستان د ډپلومېټي اړیکو د سلو کالو پوره کیدو په خوشحالۍ کې کیږي.

د روس د خارجه وزارت د بیان تر مخه دغه غونډې ته به د روس خارجه وزیر سرګې لاوروف وینا هم کوي. بیان کې ویل شوي چې په دغه غونډه کې به د افغانستان پخوانی اولسمشر حامد کرزۍ، د افغانستان د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیل او په ماسکو کې د افغانستان سفیرهم ګډون کوي.

په ماسکو کې د افغانانو تر منځه کیدونکې دغه غونډه په داسې وخت کیږي چې د امریکا او افغان طالبانو تر منځه د تیرو څو میاشتو راهسې نیغ په نېغه خبرې هم روانې دي. که څه هم دغه خبرې اترې ودریدلي نه دي خو پکې قلاري لیدل شوې او سبب يې د طالبانو لخوا د ډزبندې نه انکار کول دي. افغان طالبان وایي ترڅو چې د افغانستان نه د امریکا په مشرئ کې خارجي عسکر نه وي وتلي تر هغې ډزبندي نه شي کولی.

بلخوا واشنګټن د افغانستان نه د خپلو عسکرو ویستلو خبره په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ترهګرۍ پرضد ګامونو، په مکمله ډزبندۍ او د طالبانو د افغان حکومت سره د نیغ په نېغه خبرو اترو سره تړلې.

تیره ورځ افغان طالبانو په یو بیان کې ویلي وو چې د هغوی نایب مشر ملا برادر د یو ١۴ کسیز پلاوي په مشرۍ د روس سرښار مسکو ته تللی دی.

طالبانو ویلي د دوي پلاوی به د نهې د غوڼدې وروسته، د شورو یا چهارشنبې د ورځې په بین الافغاني غونډې کې برخه هم اخلي چې هلته به بیا د افغانستان له یو شمیر سیاسي مشرانو سره "د هیواد د راتلونکي په اړه بحث او خبرې وکړي."

طالبانو د دې خبرې پخلی هم کړی چې د ملا برادر په مشرۍ پلاوی به یې د روس له جگپوړو چارواکو سره هم ملاقاتونه ولري. په دې پلاوي کې ټول هغه طالب مشران شامل دي چې د قطر په سرښار، دوحه کې یې تر اوسه څو څو ځله د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد او نورو امریکایي چارواکو سره د سولې مذاکرات کړي دي.

روس په نژدیو وختونو کې په افغانستان کې د سولې په لړ کې خپلې سفارتې هلې ځلې سېوا کړي او د دغې مقصد لپاره د افغان طالبانو سره د خپلو اړیکو او اثر نه کار اخلي. امریکا، روس او چین په ګډه تیره میاشت په یوه غونډه کې اعلان کړی وو چې درې واړه هیوادونو د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې لوظنامې په اړه یو چوکاټ ته رسیدلي. خو د دغې چوکاټ په اړه يې نور څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG