لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېو دي چلنډرن وايي په تېرو ۱۴ کلونو کې د ۲۶۰۰۰ نه زیات افغان ماشومان وژل شوي یا زخمیان شوي


د ملګرو ملتونو داندازې ترمخه په افغانستان کې درې اشاریه اووه فیصد ماشومان چې قریباً نیمايي پکې د پرایمري سکول د عمر دي‌، د سکولونو نه بهر دي. او د جینکو ۶۰ فیصد برخه سکولونو ته نه ځي. نمیامندي وویل کرونا وایرس د افغان ماشومانو دپاره حالات لا نور هم خراب کړي دي
د ملګرو ملتونو داندازې ترمخه په افغانستان کې درې اشاریه اووه فیصد ماشومان چې قریباً نیمايي پکې د پرایمري سکول د عمر دي‌، د سکولونو نه بهر دي. او د جینکو ۶۰ فیصد برخه سکولونو ته نه ځي. نمیامندي وویل کرونا وایرس د افغان ماشومانو دپاره حالات لا نور هم خراب کړي دي

سېو دي چلډرن نومې نړیوالې امدادي ادارې ویلي په تېرو ۱۴ کلونو کې په افغانستان کې د جنګ له امله هره ورځ اوسطاً پنځه ماشومان یا ژوبل او یا وژل شوي دي چې په سبب یې افغانستان د ماشومانو دپاره د نړۍ ۱۱ خطرناک ملک دی.

د افغانستان په جنګ کې ماشومانو ته د زیان په اړه سېو دي چلډرن دغه خبرې د ګل، دوشنبې، په ورځ شایع شوي رپورټ کې کړې دي.

د ادارې رپورټ په داسې حال کې شایع شوی چې په جنیوا کې افغانستان سره د مرسته کوونکو ملکونو او ادارې غونډه کېږي.

سېو دي چلډرن وویل د ۲۰۰۵ نه تر د کال ۲۰۱۹ پورې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۶۰۲۵ماشومان وژل شوي او یا زخمیان شوي دي.

د سېو دي چلډرن رپورټ وايي د ۲۰۱۷ او د ۲۰۱۹ ترمنځ په دوو کلونو کې په ۳۰۰ سکلونو حملې شوي دي چې پکې لږ تر لږه ۴۱۰ ماشومان او شاګردان وژل شوي او یا زخمیان شوي دي. ادارې په نړیوالو مرستندویه ادارو غږ کړی چې په افغانستان کې د ماشومان او په خصوصي توګه د جینکو تعلیم دپاره او د نورو کمزورو طبقو سره مالي امداد زیات کړي.

په افغانستان کې سېو دي چلډرن مشر کرس نیامندي وویل په افغانستان کې د هغه مور او پلار دا ویره وي چې ماشومان به یې نن په ځانمرګي برید یا هوايي حمله کې ووژل شي.

د ملګرو ملتونو داندازې ترمخه په افغانستان کې درې اشاریه اووه فیصد ماشومان چې قریباً نیمايي پکې د پرایمري سکول د عمر دي‌، د سکولونو نه بهر دي. او د جینکو ۶۰ فیصد برخه سکولونو ته نه ځي. نمیامندي وویل کرونا وایرس د افغان ماشومانو دپاره حالات لا نور هم خراب کړي دي.

د وي او ای رپورټ وايي په موجوده وخت کې په افغانستان کې تشدد زیات شوی دی چې امله یې نه یوازې په جګړه کې ښکیل کسان بلکې ملکي خلک او ماشونانو ته هم نقصان رسیږي.

د سره صلېب نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ هم په نړیواله ټولنه غږ وکړو چې په افغانستان کې دې بشري امداد زیات کړي. ادارې وویل په هېواد کې د دوامداره جنګ دلاسه د علاج نظام تباه شوی دی او په مېلینونو خلک درملنې ته اړتیا لري.

د سره صلیب مشر پیټر ماریر وویل په افغانستان کې د امن دپاره د بېن الافغان مذاکراتو د شروع کېدو هرکلی کوي خو د دې ترڅنګ په تشدد کې زیاتوالی هم لیدل کېږي او هسپتالونو ته په زیاته شمېره کې د وسلو دلاسه زخمي شوي خلک راوستل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG