ستانکزي: پاکستان نه مو د کابل خونړي بریدونو ککړ تنانو د سپارلوغوښتنه کړېد مطبوعاتي رپورټونو تر مخه افغان چارواکو پاکستان ته په خپل سفر کې داسې ٫٫کره٬٬ ثبوتونه ورکړي چې په نژدیو ورځو کې په افغانستان کې ترسره شوي خونړي بریدونه د پاکستان په خاوره پلان شوي وو.
د خبري اېجنسو اېسوسي اېټډ پریس او ای اېف پی تر مخه د اففانستان د ملي امنیتي ادارې مشر معصوم ستانکزي په کابل کې خبریالانو ته ویلي ٫٫ دغه بریدونه د پولې بل خوا پلان شوي وو.٬٬
ښاغلي ستانکزي زیاته کړې ٫٫ مونږ د پاکستان نه غوښتي په افغانستان کې په نژدیو ورځو کې شوي خونړي بریدونو کې ککړ تنان دې مونږ ته حواله کړي. مونږ د پاکستان سره داسې ثبوتونه شریک کړي چې ښکاری کوي دغه بریدونه د پاکستان په خاوره پلان شوي وو.٬٬
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وېس برمک په دغه خبري غونډه کې ویلی په اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو سره په غونډه کې افغان چارواکو یو شمیر پوښتنې هم راپورته کړي او د پاکستان نه يې غوښتي په خپله خاوره موجودو طالبانو او د دوي پناه ځایونو پرضد به څه ګامونه پورته کوي؟
راېټرز خبري ادارې د افغانستان ځېنو چارواکو د خلې ویلي پاکستان منلي چې د دغه معلوماتو په اساس به ٫٫ عملي ګامونه٬٬ پورته کوي.
خو په کابل کې د پاکستان سفارتخانې ویلي د کابل لخوا تر لاسه شوي معلوماتو د ریښتوني کیدو څارنه به کوي.
د پاکستاني سفارتخانې لخو د افغانستان طلوع نیوز ته لیږل شوي یو بیان کې ویل شوي ٫٫ پاکستان داسې هیڅ قسمه ژمنه نه ده کړې چې د دغه معلوماتو په اساس به څه ځواب ورکوي.٬٬
تیره ورځ دافغانستان د ملي امنیت رئیس ښاغلي معصوم ستانکزي اؤ دکورنیو چارو وزیر ښاغلي ویس برمګ داسلام اباد سفر کړی ؤ اؤ دغلته یې دلوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدنې کړې وې،
کابل کې دخپلو لیدنو د احوال تیرؤلو په مهال دغو دواړو لوړ پوړو افغان چارواکو ویلي پاکستان ته یې په دغه هیواد کې د تروریستي ډلو د روزنیزو مرکزونو اؤ په ورانکارۍ کې د ککړو یو شمیر ورانکارو نوملړ اؤ ثبوتونه ورکړي دي.