لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان ویلي د ترهګرۍ پرضد د پاکستان پالیسي لا هم ښکاره نه ده


د پاکستان او افغانستان چارواکو تر مېنځه د خبرو اترو دغه لړۍ د روانې میاشتې په دریمه نیټه په کابل کې پیل شوه.

د افغانستان د خارجه چارو وزارت ویلي د ترهګرو پټنځایونو، مالي مرستو او خوندي ځالو باندې لا هم د پاکستان پالیسي ښکاره نه ده او د دواړه هیوادونو تر مېنځه په اسلام اباد کې شوو خبرو اترو کې هیڅ پرمخ تګ نه دی شوی.

د افغانستان طلوع ټي وي د یو خبر تر مخه د افغانستان خارجه چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني ویلي ٫٫ مونږ تر اوسه د پاکستاني چارواکو لخوا څه کوټلي ګامونه نه دي لیدلي. او نه هم د وخت سره تړلي عملي ګامونو یا کاروایانو په اړه څه پرمخ تګ شوی. نه هم په راتلونکې کې د پاکستان سره په ګډه د کار کولو څه قسمه لوظنامه شوې ده.٬٬

ښاغلي مستغني ویلي د خالي په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو سره په لیدو کتو کې هم پاکستان د ترهګرو پناه ځایونو پرضد د کاروايې کولو، د ترهګرو پټنځایونو او د هغه هسپتالونو یا روغتونونو په اړه څه ښکاره خبره نه ده کړې چرته چې د ترهګرو علاج کیږي او دوي ته مالي مرستې ورکړی کیږي. ښاغلي مستغني ویلي افغان مشران به د دغه خبرو اترو د نتېجو وروستو د راتلونکي فیصله کوي.

د پاکستان د خارجه چارو وزارت ویاند بیا ویلي د پاکستان او افغانستان چارواکو تر مېنځه د دوه ورځو په دغه خبرو اترو کې په مهمو مسلو ګټه ورې خبرې شوي دي. د پاکستان خارجه دفتر ویاند محمد فیصل په ټویټر په خپل یو پیغام لیکلي ٫٫ د دوو ورځو په دغه خبرو اترو کې ګټه ورې خبرې او ځېنې لوظنامې شوي اونور کار هم پکار دی.٬٬

د افغانستان اجرايي رېیس عبدالله عبدالله ناېب ویاند جواد فیصل ویلي ٫٫ تر څو چې پاکستان عملي ګامونه نه وي پورته کړي مونږ د دغه خبرو اترو نه هیڅ پرمختګ نه وینو.٬٬

د پاکستان او افغانستان تر مېنځه د خبرو اترو دغه لړۍ په کابل کې د خونړيو بریدونو وروستو د روانې میاشتې په دریمه نیټه په کابل کې پیل شوه. د اسلام اباد دغه خبرې اترې د دواړه هیوادونو تر مېنځه د ترهګرې پرضد ګډې همکارۍ او مرستو، د سولې او جوړ جاړي او د افغان کډوالو بیرته ستنیدو او اقتصادي پرمختیا پر لړ کې پیل شوي شریکو کوښښونو یوه لړۍ ده.

افغانستان او امریکا په پاکستان تور لګوي پاکستان هغه ترهګرو ډلو له په پاکستان کې پناه ځایونه ورکړي او مالي مرستې يې کیږي کومې چې په افغانستان کې د افغان او امریکايي عسکرو او افغان اولس پرضد جنګیږیږي. امریکا وخت په وخت د پاکستان نه د دغه ترهګرو پرضد د کوټلي ګامونو غوښتنه هم کړې او په نژدیو ورځو کې يې پاکستان ته ورکړی کیدونکی پوځي امداد هم د دغې سره تړلی دی. خو اسلام اباد تل دغه تورنه ردوي.

XS
SM
MD
LG