لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیګار: افغانستان کې د امریکې بریدونه زیات شوي خو د حکومت واک غزېدلی نه دی


د سېگار مشر جان ساپکو
د سېگار مشر جان ساپکو

د افغانستان د بیارغونې دپاره د امریکا څارونکې اداره (سېګار) وایي، په دې هېواد کې پر ټاکل شویو اهدافو د امریکایي ځواکونو وروستي بریدونه هم په دې کې ناکامه ښکاري، چې پر خپل ټول ولس د افغان حکومت کنټرول زیات کړي.

د سېگار یو تازه خپور شوی رپوټ وایي، په افغانستان کې تر څه دپاسه ۱۶ کلونو پاتېدو وروسته د امنیت د ټینګښت په برخه کې د امریکې هڅې تتې ښکاري.

د سېگار مشر جان ساپکو د امریکې این پي ار ریډیو ته وویل چې پېنټگان په لومړي ځل په افغانستان کې د طالبانو تر مټ لاندې سیمو کې د معلوماتو خپرولو نه منع کړی دی.

سېګار په خپل تازه رپوټ کې وایي، امریکايي ځواکونو- چې په افغانستان کې ۱۱۰۰۰ سرتېري لري- یواځې په تېره اکتوبر میاشت کې پر دوښمنو جنګیالیو ۶۵۳ بمونه وغورځول، چې وایي دا د ۲۰۱۲م کال په پرتله ډېر دي او د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر تر بمباریو درې چنده زیات شمېر دی.

رپوټ زیاتوي چې د جګړې په زیاتېدو سره د امریکايي ځواکونو د مرګ ژوبلې تاوانونه زیاتېږي، وایي د تېر کال په لومړیو یوولسو میاشتو کې د امریکې یوولس تنه سرتېري وژل شوي دي، چې وایي همدومره شمېر سرتېري یې په ۲۰۱۵م او ۲۰۱۶م کلونو کې په همدومره وخت کې وژل شوي دي.

د افغانستان د بیارغونې د څار ادارې سېګار د سه شنبې- نهې په ورځ د امریکې کانګرس، دفاع وزارت او د بهرنیو چارو وزارت ته په خپل درې میاشتي رپوټ کې ویلي، چې د نشه یي موادو د کرنې د مخنیوي لپاره پر ۸.۷ اربه ډالرو مرستې برسېره په افغانستان کې تېر کال د کوکنارو کرنه ۸۷ فیصده ته لوړه شوې او د کوکنارو د کر مځکه ۶۳ فیصده زیاته شوې، چې دا تر بل هر وخت زیاته فیصدي ده.

د سېګار رپوټ خبرداری ورکوي چې افغان او امریکایي چارواکو په هېواد کې د هغو معدني وسایلو- چې ګټه ورڅخه نه ده اخیستل شوې- په اړه غیرحقیقي او له امکانه لرې هیلې څرګندې کړې دي. رپوټ وایي پر نیژدې نیم ارب ډالر امریکایي مرستې برسېره معدني وسایلو د افغانستان د ۶.۵ اربه ملي بودیجې د یو فیصد درې په لسو کې مالیه تر لاسه کړه.

د سیګار رپوټ خبرداری ورکوي چې افغان او امریکایي چارواکو په هېواد کې د هغو معدني وسایلو- چې ګټه ورڅخه نه ده اخیستل شوې- په اړه غیرحقیقي او له امکانه لرې هیلې څرګندې کړې دي. رپوټ وایي پر نیژدې نیم ارب ډالر امریکایي مرستې برسېره معدني وسایلو د افغانستان د ۶.۵ اربه ملي بودیجې د یو فیصد درې په لسو کې مالیه تر لاسه کړه.

رپوټ وایي د افغانستان له خوا په راتلونکي کې د معدني وسایلو د را ایستلو هڅې باید له امریکې سره په ګډه په "نرم شک، احتیاط، څار او خطر ته پام تر سره شي او هغسې نتیجې ونه لري چې تمه یې کېږي. سیګار وایي د افغان حکومت د معدني وسایلو د را ایستلو هڅې د ناامنۍ، بډو (رشوت)، کمزورې حکومتولۍ او د بنیادي جوړښتونو د نشتوالي له کبله په ټپه درېدلې دي.

د سیګار مشر جان سوپکو د امریکې پر دفاع وزارت نیوکه کړې، ځکه وایي د ده دفتر ته یې امری کړی، چې د افغانستان د ځینو سیمو په اړه مخکې له مخکې مالومات خپاره نه کړي، خصوصاً داسې مالومات چې وایي هلته خلک د افغان حکومت یا د وسلوالو او یا د دواړو تر کنټرول او اغېز لاندې ژوند کوي. سوپکو وایي:

"له کله راهیسې چې سیګار د افغانستان د امنیت په اړه رپوټونه خپروي، د حکومت تر کنټرول او اغېز لاندې سیمې کمېږي او د وسلوالو تر کنټرول او اغېز لاندې سیمې زیاتېږي، دا یو حقیقت دی چې باید له خلکو پر پټېدو او تر بحث لاندې راتلو باندې یې لا اندېښنه څرګنده شي"

رپوټ د افغانستان په فراه ولایت کې د خلکو له خولې وایي، چې وسلوال طالبان هلته هره ورځ پر ګڼ شمېر امنیتي چیک پوسټونو بریدونه کوي او امنیتي سرتېري وژني. د دې ولایت پخواني والي محمد عارف شاهجهان ازادي رېډیو ته ویلي، چې طالبان هڅه کوي د ولایت مرکز په خپل مرکز بدل کړي او د دې ولایت د پولیسو پخوانی مشر جنرل معروف فولاد دعوه کوي، چې شاوخوا ۶۰۰۰ وسلوال په دې ولایت کې فعاله دي.

سېگار په کال کې څلور وارې کانگرس ته په افغانستان کې د پرمختگ په اړه رپورټونه او پلټنې وړاندې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG